اسرایل د جمعې په ورځ وویل د اسرایل او حماس د جنګ په اړه د سپېن د وزاعظم پېډرو سانچېز او د بېلجیم وزیراعظم الېګزانډر ډي کغو په خبرو به د دواړو ملکونو سفیرانو ته احتجاج کوي.
د اسرایل د اعلان نه مخکې سانچېز او ډی کغو په غزه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو له امله د ملکي خلکو د مشکلاتو په سر په اسرایل تنقید کړی و.
سانچېز دا هم ویلي وو چې یورپین یونین دې فلسطیني ریاست ومني. هغه وویل که یورپي اتحاد داسې نه کوي نو سپېن به په خپل سر دغه ګام واخلي.
د جمعې په ورځ د مصر او غزه ترمنځ په رفح سرحدي لار مشترکه خبري غونډې ته وېنا کې سانچېز وویل د نړیوالې ټولنې او د یورپین یونین دپاره واخت راغلی چې د همیشه دپاره فلسطیني ریاست تسلیم کړي.
هغه وویل غوره لار به دا وي چې یورپين یونین دا ګام یوځای واخلي خو که داسې نه کېږي نو سپېن په خپلې فېصلې خپله وکړي.
سانچېز اسرایل، فلسطيني علاقو او مصر ته د ډی کغو ترڅنګ د دوه ورځني سفر په اخیره کې خبري غونډې ته وېنا کوله. په موجوده وخت کې د یورپين یونین صدارت د سپېن سره دی. د یورپین یونین صدارت د اتحاد ملکونه نوبت به نوبت ترلاسه کوي. په جنورۍ کې به یې بلجیم ترلاسه کوي.
سانچیز د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه هغه خبره تکرار کړه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ته کړې وه.
سانچېز وویل دا خبره تکراروي چې اسرایل د خپلې دفاع حق لري خو پکار دا چې د هغو حدودو دننه وکړي چې نړیوالو او بشري قوانینو نافذ کړي دي. هغه زیاته کړه په موجوده صورتحال کې داسې نه لیدل کېږي.
هغه وویل د زرګونو ملکي کسانو بې دریغه وژل چې په کې هلکان او جېنکۍ شاملې دي په "مکمله توګه د قبولولو وړ نه دي."
ډی کغو د فلسطیني ریاست د منل کېدو په اړه څه خبره و نه کړه خو هغه وویل د تشدد مخنیوی وړمبۍ کار دی چې وکړی شي او بیا یرغمال کسان د حماس د ولکې نه ازاد کړی شي.
ډی کغو وویل پکار ده چې پوځي عملیات د نړیوال قانون احترام وکړي، د ملکي خلکو وژنه ودرېږي، ډیر زیات کسان وژل شوي دي د غزه تباهي د ناقابل قبول ده. هغه زیاته کړه د یوې معاشرې تباهي او په کوم انداز کې دا کېږي دا د قبولولو نه ده.
اسرایل د دواړو وزیراعظمانو غندنه وکړه چې د انسانیت خلاف د جرمونو او د اسرایلي شهریانو د قتل عام او فلسطینیان د ډال په څېر د کارولو ټوله ذمه واري يې په حماس وا نه چوله.
د اسرایل خارجه وزیر اېلي کوهېن هدایات جاري کړل چې د دواړو ملکونو سفیران دې د سخت احتجاج دپاره راوبلل شي. کوهېن وویل د سپېن او د بېلجیم د وزیراعظم د درغونو دعوې ردوي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
اسرایلي خارجه وزیر وویل اسرایل د نړیوال قانون سره سم د یو خوني ترهګر تنظیم سره جنګېږي چې د داعش نه بدتر دی او جنګي او د انسانیت خلاف جرمونه کوي.
د سپېن خارجه وزیر هوزی مېنوېل البېرېز هم د جمعې په ورځ د سپېن سفیر طلب کېدو ته جواب وویل.
هغه وویل د سپېن او د بېلجیم په وزیراعظم د اسرایلي حکومت الزامات دروغ او د قبولولو نه دي او ردوي يې.
البېریز وویل د سپېن وزیراعظم په څرګنده او په تکرار د اسرایل د خپلې دفاع د حق حمایت کړی دی او سیمې ته د هغه د دورې مقصد امن ته لار لټول وو.
Forum