لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرائیل د شام جنگي جهاز راغورځولی دی


اسرائیل د گولان یا د جولان غونډۍ د کال ١٩٦٧ په جنگ کې د شام نه نیولې دي. دوه کاله ورسته ملگرو ملتونو سیمه کې خپل امن ساتونکي پرځای کړل

د اسرائیل پوځ ویلي د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د شام یو جنگي جهاز د سرحد د خلاف ورزۍ ورسته راغورځولی دی.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یو بیان کې وویل د شام جنگي جهاز یې د اسرائیل په فضايي حد کې په پېټریاټ نومې مزایلو وویشتلو.

د بیان ترمخه د اسرائیل دفاعي ځواکونو د الوتکې څارنه کوله او کله چې دغه جهاز تر د دوو کلومېټرو پورې د اسرائیل فضايي حدودو کې داخل شو نو وویشتل شو.

د اسرائیل پوځي ریډیو وویل د شام جنگي جهاز د گولان یا د جولان د غوډیو دپاسه د پرواز په مهال په هدف شو اوممکنه ده چې د شام د انتظام دلاندې سیمه کې غورځېدلی وي.

اسرائیلي ریډیو وویل د جهاز د پایلټ په اړه معلومات نه لري چې په څه حال کې دی.

د شام د حکومتي مطبوعاتو ترمخه هوايي جهاز د شام د سرحد دننه د عملیاتو په مهال وویشتل شو.

اسرائیل د گولان یا د جولان غونډۍ د کال ١٩٦٧ په جنگ کې د شام نه نیولې دي. دوه کاله ورسته ملگرو ملتونو سیمه کې خپل امن ساتونکي پرځای کړل.

XS
SM
MD
LG