لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرایل اېټمي مرکز سره نژدې مزایل د غورځېدو وروسته اسرایل په شام کې هدفونه وېشتلي


د کال ۱۹۷۱ په دې سېټلایټ تصویر کې د ډیمونه سره نژدې هغه مرکز لېدل کېږي چې شېمون پرېز نګېیو نیوکلیر ریسرچ سېنټر نومیږي

د اسرایل په جنوب کې د هیواد اېټمي مرکز سره نژدې د زیارت، پنجشنبې، په ورخ د شام نه وېشتل شوي مزایل د غورځېدو په ځواب کې اسرایلي پوځ وویل د شام د هوايي حملې دفاعي نظام او هغه لانچر یې په هدف کړی چې په اسرایل یې د حملې دپاره مزایل چلولی و.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې رپورټ وايي دغه پېښه د اسرایل او شام په منځ کې په تېرو څو کلونو کې د تشدد لوړه کچه څرګندوي او پکې د ایران د ککړتیا امکان هم لیدل کېږي.

ایران په شام کې یو شمېر ځواکونه په ځای کړي دي او وايي اسرایل یې په اېټمي مرکزونو حملې کړي دي. په ورستۍ پېښه کې د اپرېل په ۱۱ نېټه د ایران په نظنز اېټمي مرکز کې بجلي قطع شوي وه او ایران ویلي وو چې په مرکز کې د یورېنیم تیارولو مشینان یا سېنټرې فیوجز ته زیان رسېدلی و. ایران ویلي په نطنز اېټمي مرکز اسرایل حمله کړې وه او ویلي يې وو چې بدل به یې اخلي.

د وي او ای رپورټ وايي په نطنز د مبینه حملې د امریکې هغه کوښښونه د پېچیدګۍ سره مخامخ کولي شي چې غواړي ایران سره د کال ۲۰۱۵ اېټمي معاهده بیا راژوندۍ کړي.

د اسرایل پوځ وویل د شام نه وېشتل شوی مزایل د اسرایل په النقب صحرا کې ولګېدلو او نژدې په ابو قرینات کلې کې د خطر سایرنونه وغږېدل.

د ای پي رپورټ وايي ابوقرینات کلی په ډیمونه کې د اسرایل د خفیه اېټمي مرکز نه د یو څو کلومېټره په فاصله کې دی. اسرایلي پوځ وویل د مزایل حملې څه نقصان نه دی کړی.

د ای پي رپورټ وايي اسرایلي پوځ وړاندې وویل چې د شام نه ویشتل شوی مزایل د ځمکې نه په اسمان کې هدف وېشتونکی مزایل و چې عموماً د هوايي حملې په دفاع کې او د هوايي جهاز د بمبارۍ خلاف استعمالېږي. د رپورټ ترمخه ممکنه ده چې د شام مزایل د اسرایل جنګي جهاز په هدف کړی و خو خطا شوی و خو ډیمونه د دمشق نه ۳۰۰ کلومېتر په جنوب کې دی چې په خطا د چلول شوي مزایل دپاره اوږده فاصله ده.

بلخوا د شام حکومتي خبري ادارې سانا وویل چې د اسرایل په حمله کې د دمشق سره نژدې څلور د شام عسکر زخمیان شوي دي. رپورټ وویل د حملې نه نور څه زیان نه دی شوی او د شام د مزایلو دفاعي نظام د "دښمن" د زیاترو مزایل مخه ونیوله او دغه مزایل د ګولان یا د جولان غونډۍ نه ویشتل شوي وو. ای پي وايي جولان غونډۍ اسرایل نه شام نه نیولي او په خپل سرحد کې یې ضم کړي دي.

XS
SM
MD
LG