لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د ملگرو ملتونو غوښتنه رد کړې


یو اسرائیلي سفارتکار ویلې هیواد به يي د ملگرو ملتونو دا غوښتنه ؤ نه مني چې غزه ته تلونکې سمندري جهازونو باندې د حملې تحقیقات دې په نړي واله کچه ووکړی شي

امریکا کې د اسرائیل سفیر ویلې چې هیواد يي د ملگرو ملتونو دا غوښتنه ردوي چې غزه ته تلونکې سمندري جهازونو باندې د اسرائیل برید دې په نړې واله کچه تحقیقات ووکړی شي.
مشل اورن د امریکې فاکس ټیلې وژن سټیشن ته ویلې چې اسرائیل دا صلاحیت لري چې د پیښې پخپله تحقیقات ووکړي.
د گل په ورځ اسرائیلې کمانډو عسکرو د فلسطین پلوه کارکونکوپه سمندري جهازونو بریدونه ووکړل چې پکښې نهه تنان وژل شول. وژل شوې تنان په ماوي مارمره بیړۍ کې سواره ؤ چې د هاغه قافلې برخه وه چې غزه ته يي امدادي سامان روان کړی ؤ.
د اتوار په ورځ خپلې کابینې ته وینا کې د اسرائیل وزیراعظم بین جمن نیټن یاهود خونړۍ پیښې پړه په ماوي مارمره بیړۍ کې سورؤ تنانو واچوله. هغه وویل بیړۍ کې ناست پرتشدد تندلارو د جگړې د پاره وړاندې نه تیاری نیولی ؤ.
د خالي په ورځ، اسرائیلي ځواکونو غزه ته تلونکې د قافلې یوه بله بیړۍ خپله ولکه کې واخسته اود اشدود بند ته بوتلله. اسرائیل غزه ته تلونکې کارنکو وار په وار خوشې کوي.
فري غزه مئومنټ یا د ازادې غزه په نوم ډلې چې غزه ته يي د قافلې انتظام کړی ؤ، د اتوار په ورځ یو بیان کې ویلې چې د ائیرلینډ پنځه تنان چې اسرائیل نیولې وو، هغوې به د گل په ورځ خپل هیواد ته ورسیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG