لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل د جګړې وزير د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکوي


د اسرايل د جګړې وزير بيني ګانټز د اتوار/ يکشنبې په ورځ اعلان کړی، د غزې د جګړې وروسته د رڼۍ سټراټيجۍ د اختلافاتو په سر د نېتن ياهو ايتلافي ‏حکومت پرېږدي.‏

ګانټز چې مرکزي حيثيت لري، په داسې وخت کې د غزې په جګړه کې د سخت دريځو د ايتلاف څخه بهر کيږي، چې ګڼ فلسطيني مشران بې باوري کوي، ‏او ګانټز د تنېتن ياهو په پرتله دوه رياستي حل مناسبه ګڼي، هغه په سيمه کې د اسرايليانو او فلسطنيانو په اړه ويلي، "څوک چرته هم نه ځي".‏

هغه ويلي، د حماس په وړاندې د نېتن ياهو د بشپړې بريا ژمنه خالي ده، اسرايليان د "ريښتيني بريا مستحق دي" چې ټول يرغماليان د سياست پرته ‏راخوشي کړي".‏

د ګانټز ګوند به د ايتلاف څخه وتل يوه خلا جوړه کړي او هغه به په ممکنه ډول سخت دريځه راډکه کړي، څوک چې به په نېتن ياهو فشار زيات کړي او د ‏غزې په اړه به نوره سخته تګلاره خپله کړي.‏ د ګانټز استعفا به په ‏‎48‎‏ ساعتونو کې عملي شي.‏

اسرایل د اتوار په ورځ په غزه کې بمبارۍ ته دوام ورکړی وروسته له هغې چې د اسرايل دفاعي ځواک، امنیتي ایجنسۍ او پولیسو یې د غزې په مرکزي ‏نصیرات سیمه کې په دوو جلا ځایونو کې ځانګړي عملیات کړي او څلور هغه کسان یې ژوندي را خوشي کړي دي چې حماس یرغمل کړي‌ وو.‏

د اسرايل پوځ ويلي، د ژغورنې په دغو خونړو عملياتو کې یې د ځانګړو ځواکونو يو افسر هم وژل شوی، او د ‏‎100‎‏ نه د کمو فلسطينيانو وژلو یې ويلي خو ‏دا نه دي ويل شوي چې په وژل شوو کې جنګيالي او ملکي وګړي څومره وو.‏

د اسرايل پوځ ویلي، ځواکونو یې د غزې مرکزي ښار په بوريج او دير البلاح کې عملياتو ته دوام ورکړی ګڼ فلسطينيان يې وژلي او د هغوی ودانۍ یې ‏ويجاړې کړي دي. د اتوار په ورځ د اسرايل ټېنکونه د رفح ختيځ لوري ته دوه نوو ضلعو ته ننوتي د حماس پرضد یې جګړه پيل کړې او ځايي خلکو ويلي په ‏کورونو کې بند پاتې دي.‏
د ملګرو ملتونو د فلسطين ادارې ويلي، د فلسطيني کډوالو د يو ميلين څخه يو لک خلک چې رفح پله تللي او د هلته نه شمالي پله ځي.‏

د فلسطين د صحت ادارې ویلي، د اتوار په ورځ بمبارۍ کې په لويديځه رفح کې په تل السلطان کې دوه تنه وژل شوي دي.‏

د امریکې د ملي امنيت سلاکار جيک سيلوين د سي بي اېس په پروګرام (فېس دې نېشن) کې ویلي، د ټولو يرغماليانو کورونو ته راوستلو غوره لاره هر ‏اړخيزه جنګ بندي او د يرغمالياتو تړون دی کوم چې صدر جوبايډن وړاندې کړی او د اسرايل سره ‏‎16‎‏ هيوادونو تاييد کړی دی.‏

هغه ويلي، خبره اوس د حماس سره ده، که حماس تړون مني او جنګ بندي کيږي يرغماليان به بيرته راشي، بشري مرستې به سېوا شي. خو نوموړي منلې ‏چې اسرايل د غزې د جګړې وروسته هلته د حکومتدارۍ دپاره کوم ښکاره پلان هم نه دی وړاندې کړی.‏

د اسرايلي چارواکو په وينا، په اووم اکتوبر اسرايل کې ترهګر بريد شوی، ‏‎1200‎‏ کسان پکې وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي وو، حماس ‏‎251‎‏ کسان ‏يرغمل کړي چې ‏‎116‎‏ یې اوس هم په فلسطين کې يرغمل دي او د پوځ په وينا په دوی کې‎ 41‎‏ وژل شوي دي.‏

په غزه کې د صحت وزارت ویلي، اسرايل د يادې حملې په ځواب کې ‏‎36,801‎‏ فلسطينيان وژلي، خو د وژل شوو په شمېرو کې دا نه دي ويل شوي چې په ‏دوی کې ملکي خلک او جنګيالي څومره دي.‏

( د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، رویټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG