واشنګټن —
د اسرائیل د پولیسو ویاند ویلي چې په اسرائیل کې د چین سفیر د یکشنبې- اتوار په ورځ په تل ابیب ښار کې په خپل کور کې مړ موندل شوې.
د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپورټ ترمخه د پولیسو ویاند د سفیر د مړینې علت په اړه څه نه دی ویلي.
57 کلن ډو وي د فرورۍ په میاشت کې په اسرایلو کې د چین سفیر ټاکل شوی وو.
د پولیسو ویاند وویل: " د معمول پروسې د یوې برخې په توګه ، د پولیسو ډله د پیښې په ځای کې ده."
د اسرائیل چینل 12 ټیلي ویژن د نامعلوم بیړني طبي چارواکي په حواله ویلي چې لومړني نښې اشاره ورکوي چې ډو وي د طبیعي لامل له کبله په خوب کې مړ شوی دی.