لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو د غزه په کمال عدوان هسپتال چاپه وهلې، وايي هسپتال د وسله والو مرکز دی



په بېت لاهیا سیمه کې د کمال عدوان هسپتال چارچاپېره علاقه
په بېت لاهیا سیمه کې د کمال عدوان هسپتال چارچاپېره علاقه

اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ د غزه په شمالي برخه کې په کمال عدوان هسپتال چاپه ووهله او د فلسطیني چارواکو په قول په لویه کچه يې د هسپتال مختلفې برخې وسوځولې او په لسګونو مریضان او په سلګونو نور خلک يې د هسپتال په وتلو مجبور کړل.

د غزه د صحت وزارت وویل په بېت لاهیا ښار کې يې د هسپتال عملې سره رابطه منقطع شوې ده. د وزارت ډرېکټر منیر البرش په یو بیان کې وویل "قابض ځواکونه" په هسپتال کې دي او سوځوي يې.

اسرایلي پوځ وویل د هسپتال سره نږدې يې د حماس وسله والو خلاف اپرېشن شروع کړی دی.

اسرایلي پوځ په یو بیان کې وویل هسپتال د "ترهګر تنظیمونو" مرکز جوړ شوی دی او "ترهګر" يې د پټن ځای په توګه استعمالوي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایل په حماس الزام لګوي چې په اسرایلي ځواکونو حملو دپاره هسپتالونه د کمانډ او د کنټرول مرکزونو په توګه استعمالوي. حماس دا الزامات ردوي.

د تفصیلاتو شریکولو بغېر اسرایلي پوځ وویل ملکي کسان د نقصان نه بچ کولو دپاره يې کوښښونه کړي دي او د اپرېشن نه مخکې يې د ملکي کسانو، مریضانو او د طبي عملې په انخلا کې يې مرسته کړې وه.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د بېت لاهیا هسپتال د تېرو څو هفتو راهسې د اسرایلي ځواکونو د دباو دلاندې و. د هسپتال مشر حسام ابو سفیه د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل پکار ده چې دنیا پوهه شي چې هسپتال په دې مقصد په هدف کولی شي چې په کې دننه موجود ووژل شي او یا په وتلو مجبوره کړی شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هسپتال اعلان وکړو چې د ماشومانو د یو ډاکټر په شمول د عملې پینځه غړي ېې د اسرایل په حمله کې وژل شوي دي. اسرایل ویلي په هسپتال د حملې اړه معلومات نه لري او د ډاکټر د وژل د رپورټ په اړه به تحقیقات وکړي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې په هسپتال کې حالات بوږنونکي بللي دي وايي طبي مرکز په انتهايي کمه کچه کار کوي.

حماس د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل قابض پوځ په کمال عدوان یرغل کړی او طبي عمله، مریضان او زخمیان يې په وتلو مجبور کړي دي. حماس دا هم وویل هغه کسان چې د هسپتال نه وځي اسرایل يې ګرفتاروي.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټّ په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي تر د ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي چې د غزه د صحت وزارت وايي تر اوسه په کې د ۴۵۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۸۰۰۰ نور کسان زخمیان شوي دي. امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG