د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د اسرایل پوځ په غزه کې د جګړې د سیمو نه ملکي خلکو د وېستلو او د اینده عملیاتو په اړه منصوبه د جنګ کابېنې ته وړاندې کړې ده.
د ګل، دوشنې، د ورځې د بیان نه یوه ورځ مخکې نېټن یاهو دا لوظ تکرار کړی و چې د هغه د ارادې سره سم به د جنوبي غزه په رفح کې عملیات کوي. د غزه د نیمايي نه زیاتې ابادۍ په رفح کې دا مهال پناه اخېستې ده.
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې په رفح کې د عملیاتو نه ځان محفوظ ساتلو دپاره به فلسطینیان چېرته ځي.
رفح مصره سره د غزه په پوله پروت ښار دی او مصر ویلي فلسطینیانو د ورتګ دپاره به خپل سرحد نه پرانځي.
د شمالي غزه زیاتره برخې په جنګ کې تباه شوې دي او د سیمې زیاترو خلکو په رفح کې پناه اخېستې ده.
ملګرو ملتونو په رفح کې د ممکنه پوځي عملیاتو او ملکي خلک بل ځای ته د منتقل کولو په اړه د اسرایل په اراده تشویش څرګند کړی دي. ملګرو ملتونو په رفح کې هغه خلک موجود دي چې د وړاندې څخه مرستو ته ضرورت لري.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې غزه دپاره بشري امداد ناکافي دی او په رفح کې عملیات به سیمې ته د امداد رسوولو کوښښونه په منفي ډول اغیز من کړي. ګوټېرېس وویل په رفح کې د اسرایل پوځي عملیات به نه یوازې د یو مېلین نه زیات هغه خلک چې په ښار کې پناه اخیستې ویروي بلکې دا به "زمون د امدادي پروګرامونو په تابوت کې اخېری مېخ ولګوي."
اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ دا خبر هم خپور کړو چې د غزه د شمالي برخې ښار زېتون او د غزه د جنوبي برخې خان یونس ښار کې په لسګونو وسله وال وژل شوي دي.
اسرایلي پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حزب الله وسله والې خلاف يې د لبنان دننه حملې کړي دي. امنیتي سرچینو ویلي اسرایلي حملې د بعلبک نومې ښار سره نږدې شوي دي. په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایل او حزب الله په یو بل حملې کړې چې جنګ د خورېدو په اړه يې تشویش راپارولی دی.
په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل تېره ورځ په جګړه کې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي دي چې ورسره په سیمه کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹۷۸۲ ته ورسېدو.
وزارت وایي تر ۷۰۰۴۳ کسان زخمیان شوي دي. د غزه د صحت وزارت وژل شوي زیاتره خلک ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي د حماس ۱۲۰۰۰ وسله وال يې وژلي دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. دحماس په حمله کې په اسرایل کې ۱۲۰۰ کۍان وژل شوي او حماس ۲۵۰ کسان یرغمال نیولي وو. ۱۰۰ یرغمالان تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارضي ډز بندۍ په مهال ازاد کړی شوي دي. د یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې اسرایل یو شمېر فلسطینیان د قېد نه ازاد کړل. اسرایلي پوځ وايي ۳۰ پورې یرغمالان په غزه کې په جنګ کې وژل شوي او ای د حماس په ولکه کې مړه شوې دي.
هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د فلسطيني ادارې وزير اعظم محمد خپل منصب نه د مستعفي کېدو اعلان وکړو.
اشتیه د کابېنې یوې غونډې ته وویل د بل پړاو مشکلات نوي حکومت او نوو سیاسي انتظاماتو ته ضرورت لري چې په غزه کې نوي حقیقتونه په پام کې ونېسي.
Forum