د اسرايلي ډرون په يو بريد کې چې د شورو، چهارشنبې په ورځ په سويلي لبنان کې شوی دوه تنه وژلي شوي چې يو پکې د حماس جنګيالۍ ډلې غړی هم دی.
د تاير ښار نه بهر سمندري ساحل ته نزدې يو موټر په نخښه شوی او د لبنان د سرکاري ميډيا ترمخه د حماس دواړه غړي د رشيدېح کډوال کيمپ اوسېدونکي وو کوم چې د حماس د موجودګۍ د پاره مشهور دی.
اسرايلي پوځ رپورټ خور کړی چې د سويلي غزه پټۍ په خان يونس ښار کې يې هوايي بريدونه او زمکني عمليات کړي کوم چې د دوی د مېشن برخه ده چې حماس به ټول په ټوله ختموي.
د حماس په ولقه کې د غزه د صحت وزارت ويلي تېره ورځ د اسرايل په عملياتو کې 88 نور فلسطينيان وژلي شوي. د وزارت د شمېرو ترمخه د اکتوبر په وړومبو ورځو کې د جنګ د پيل نه را په دېخوا کم نه کم 31،272 فلسطينيان وژل شوي او نزدې 73,000 نور زخميان شوي دي.
تېره ورځ اسرايلي ځواکونو د يروشلم سره نزدې په الجېب کلي کې دوه فلسطينيان په ډزو وژلي او دا د هغې وروستو شوي چې اسرايلي پوليس ويلي وو د پينځو فلسطينيانو يوې ډلې په لويه لار د اور بمان ويشتلي.
په يوه بله پېښه کې د يروشلم په خوا و شا کې اسرايلي ځواکونو يو دولس کلن هلک وژلی چې په يو کډوال کيمپ کې د اينښتو په وخت په نخښه شوی و.
Forum