لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه باندې داسرائيل حملې ، خلکو د سيمې نه کډې کول پېل کړي


پفلټو کې خلکو ته د شمالي علاقې پرېښودو او جنوبي سيمو پله د تلو وئيل شوي دي
پفلټو کې خلکو ته د شمالي علاقې پرېښودو او جنوبي سيمو پله د تلو وئيل شوي دي

د اسرائيل لخوا په غزه باندې د حملو سره خلکو ته د علاقې دخبرداري ورکولو وروستو په زرگونو کسانو د غزه د شمالې برخې څخه کډې کړي دي .

د راپورونو ترمخه د فلسطين دغزه په شمالي سيمو کې نزدې ۷۰ زره خلک ميشت دي ، او د اسرائيل لخوا په دغې سيمه کې د هوا نه پمفلټې غورزول شوي ، چې پکې خلکو ته د علاقې پرېښودو او جنوبي سيمو پله د تلو وئيل شوي دي .

بل لورته د اووه ورځو راهسې د اسرائيل لخوا په غزه باندې د بمبارۍ روانه لړۍ کې د فلسطين د صحت وزير وئيلي ، چې په اسرائيلي حملو کې د ۱۷۰ نه زيات فلسطينيان وژل شوي ، او د ۱۲۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

د د ملگرو ملتونو د ماشومانو ادارې وئيلي ، په وژل شوؤ کسانو کې ۳۳ ماشومان هم شامل دي .

په وژل شوؤ کسانو کې د غزه د پوليس مشر سره د کورنۍ د ۱۷ غړو هم شامل دی ، څوک چې د خالي په ماښام د اسرائيل د يو ميزائيل ښکار شوي وو .

بل لورته د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د غزه په حالاتو د اندېښنې څرگندونه کړې ، او د اسرائيل او فلسطين څخه يې د جنگ بندولو غوښتنه کړې ده . د اتوار په ورځ يو بيان کې نوموړي وئيلي ،، چې زمکني عمليات به لا نور د زيان سبب وگرځي .

د اتوار په ورځ د اسرائيل پوځ د شپږو ورځو فضائي بمبارۍ وروستو په لمړي ځل د حماس په ضد په محدوده توگه زمکني عمليات کړي دي ، او راپورونه وايې د عملياتو به مهال د فلسطيني جنگيالو سره په جهگړه کې څلور اسرائيلي عسکر ژوبل شوي دي .

د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهود غزه په پټۍ کې د کېدونکو حملو په ترڅ کې د اولسي وگړو د وژنې زمه وار حماس گڼي ، او وايي حماس عام خلک د ډال په توگه کاروي .

د راپورونو ترمخه اسرائيلو تراوسه پورې د غزه په پټۍ باندې د ۱۳۰۰ نه زياتې فضائي حملې کړي دي ، او د اسرائيل پوځ وئيلي چې د اتوار د ورځې پورې د حماس جنگيالو ۸۰۰ راکټې په اسرائيل توغولي دي . خو تراوسه پورې په اسرائيل کې د راکټې حملو له امله د کوم کس د وژنې خبر مخې ته نه دی راغلی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG