لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه باندې د اسرائيل حملې نورې تُندې شوي


د غزه نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه ، ځايي خلک وايي چې نن د اتوار په ورځ د اسرائيل پوځ په ساحلي پټۍ باندې سخته گوله باري کړي ده .
د غزه نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه ، ځايي خلک وايي چې نن د اتوار په ورځ د اسرائيل پوځ په ساحلي پټۍ باندې سخته گوله باري کړي ده .

د راپورونو ترمخه د اسرائيل پوځ په غزه باندې زمکنۍ حملې نورې تُندې کړي دي ، او تازه حملو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان د شجائيه په سيمه کې د گوله بارۍ په نتيجه کې وژل شوي دي . بل لورته په زرگونو خلک د سيمې څخه کډې کوي .

راپورونه وايي په غزه باندې د اسرائيل لخوا د ۱۳ ورځو په حملو کې تر اوسه پورې د ۳۷۵ نه زيات کسان وژل شوي ، چې پکې زياتره عام خلک شامل دي . او د حماس په حملو کې پينځه اسرائيلي پوځيان او دوه نور کسان وژل شوي دي .

د غزه نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه ، ځايي خلک وايي چې نن د اتوار په ورځ د اسرائيل پوځ په ساحلي پټۍ باندې سخته گوله باري کړي ده . د اسرائيل لخوا په اول کې ۱۰ ورځې فضائي حملې شوي ، او درې ورځې وړاندې يې بيا زمکنۍ حملې پېل کړي دي .

د اسرائيل د پوځ لخوا جاري شوي يو تازه بيان کې وئيل شوي ، چې علاقې ته يې نورې پوځي دستې استولي دي ، او دويې به د حماس د وسلې ذخيرې او سرنگان ختموي .

د اسرائيل او حماس ترمنځ د جنگ بندۍ په لړ کې مصر ، قطر ، فرانس او ملگرو ملتونو لخوا هڅې شوي دي ، خو کومې گټورې نتيجې يې مخې ته نه دي راغلي .

راپورونه وايي نن امکان لري چې د فلسطين صدر محمود عباس او د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ترمينځ په قطر کې ليدل وشي .

بل لور ته د امريکې صدر باراک اوباما د اسرائيل او حماس ترمينځ جهگړې ختمېدو په لړ کې د مرستې دپاره خارجه وزير جان کيري منځني ختيز ته د لېږلو خبرداری ورکړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG