لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورنۍ د عزت په نامه د وژل شوي پاکستانۍ ایټالوۍ انجلۍ په اړه پلټنې کیږي


په مطبوعات خپرو شوی د ثنا چیما یو تصویر

د پاکستان پولیسو د هغې پاکستانۍ ایټالوۍ انجلۍ مړی د شورو یا چهارشنبې په ورځ بېرته له ځمکې را وویست کومه چې د کورنۍ د عزت په نامه له دې امله وژل شوې وه چې د خپلوانو سره یې له واده کولو ډډه کړې وه.

د رویټرز خبري رسنۍ د راپور له مخې، د ۲۵ کلنې ثنا چیما مړی د عدلي پلټنو لپاره بېرته له ځمکې ویستل شوی دی.

ثنا د ایټالیا په بریشیا ښار کې اوسېدله او په روانه میاشت کې د کورنۍ د لیدلو لپاره پاکستان ته ورغلې وه.

د هغې کورنۍ د پولیسو چارواکي اسد ګوجر ته ویلي دي، چې ثنا د وینې د ټیټ فشار له امله مړه شوې وه.

په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو فعالینو په روانه اونۍ کې ددې پېښې په اړه لیکلي دي چې ثنا چیما ښايي هغه وخت د خپلې کورنۍ لخوا وژل شوې وي کله چې یې له یو خپلوان سره له واده کولو انکار کړی.

د پولیسو مشر اسد ګوجر وویل، پولیسو د هغې د ګېډې نومونې د عدلي معایناتو لپاره اخیستي دي او ویلي یې دي چې د هغې په بدن باندې د ټپونو نښې نه ښکارېدې.

ده وړاندې وویل، د چیما پلار او یو شمېر خپلوانو څخه یې د هغې په اړه پوښتنې ګروېږنې کړیدي خو د پېښې په اړه لا څوک نیول شوي نه دي.

د چیما کورنۍ او د ایتالیا سفارت تر اوسه پورې ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې هر کال د کورنۍ د عزت په نامه په سلګونو جونې وژل کیږي.

ددغه هېواد پارلمان په ۲۰۱۶ کال کې د عزت تر نامه لاندې د جونو د وژلو پرضد یو قانون هم پاس کړ چې له مخې یې دداسې وژنو عاملینو ته درنه سزا ورکول کیږې.

ددغه قانون نیمګړتیا په دې کې وه چې که د کورنۍ د غړو لخوا ورته بخښنه وشي نو قاتل له سزا پرته پرېښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG