د اټالیا حکومت د کورونا وایرس خورېدو مخنیوي لپاره سفري بندیزونه ټول ملک ته غځولي او خواوشاه ۶۰ ملینه خلک یې د هیواد دننه محدود (قرنطین) کړي.
د اټلي وزیراعظم جوزپی کانټی د ګل په ماښام قام ته په ټیلي ویژن د وینا په وخت ویلي د کوارنټین ګامونه په یو جمله کې وايي چې زه ځان د خپل کور پورې محدودوم.
اټاليا ددې وړاندې د سفر بندیز یواځې د هیواد شمالي سیمو پورې محدود ساتلی وو چرته چې کورونا وایرس خور شوی.
د اټلي دننه او بهر ملک ته د تګ اجازت به د ضروري کار او یا د صحت مسلو په بنیاد ورکول کیږي.
اټلي کې د ګل په ورځ د کورونا وایرس نه متاثره شوو کسانو شمېره ۹۱۷۲ او د مړو شمېره ۴۶۳ ته رسېدلې. ددې وړاندې د صحت نړیوالې ادارې مشر ویلي خونړی کورونا وایرس د نړۍ دومره ملکونو ته خور شوی چې د وبا خطره ډېره ریښتینې شوې.
د کورونا وایرس نه د سلو نه زیاتو ملکونو کې تراوسه پورې د ۱لک او ۱۴زره نه سېوا خلک ناروغه شوي او د ۴زرو نه زیات مړه شوي.
امریکا کې د کورونا وایرس نه تراوسه پورې ۶۰۷ کسان اغیزمند شوي او د مړو شمیره ۲۶ ته رسیدلې. ایران کې د کورونا د لاسه د مړو شوو کسانو شمېره ۲۳۷ته ختلې ده.
پاکستان کې تراوسه په ۱۶ کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی، د پاکستان حکومت د ایران نه راغلي ۴۰۰۰ کسان په تفتان کې د نورو خلکو نه ځان له کړي (قرنطین) کړي دي او د افغانستان سره يې د چمن پوله په اتمه ورځ هم تړلي ده.