لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اټلي کې د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون خلاف مظاهره وشوه


د پنجاب صوبې پخوانی گورنر سلمان تاثير چې د مذهب د سپکاوري په تور د هغه پولیس محافظ وژلی او آسیه بي بي

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د مرگ سزا سره مخامخ آسیه بي بي سره د یوالي او خواخوږۍ دپاره د اټلي په روم ښار کې د کلسیم نومې د تېټر تاریخي وداني په سره رڼا رنگول شوي وه او په سلگونو خلک راغونډ شوي وو.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د خالي، شنبې، په شپه د آسیه بي بي د خاوند او د هغې د لور وینا اوریدلو دپاره د باران باوجود په سلگونو خلک د د کلسیم بهر راغونډ شوي وو. کلسیم د هغه عیسایانو یادگار گڼل کیږي چې د عقیدې په بنیاد هم په دغه سټېډیم کې د روم سلطنت په وخت وژل شوې دي.

د عیسايي کیتولک مسلک منونکي آسیه بي بي ته په کال ٢٠١٠ م کې د اسلام د سپکاوي په تور د مرگ سزا اورول شوي ده. ویل کیږي مسلمان گاوډیانو په اسیه بي بي تور لگولی وو چې د دوی د گلاس نه یې اوبه څښلي.

د انساني حقونو کارکونکي مهرین زاره ملک په ټوېټر د کلسیم د غونډې دغه تصویر شریک کړی دی

د انساني حقونو نړي واله اداره ایمنسټي انټرنیشنل وايي د پاکستان د مذهب د سپکاوي قوانین سخت دریځه ډلې او عام خلک په شخصي دښمنو کې د یو بل نه د بدل اخیستلو دپاره په غلطه توگه استعمالوي.

د روم د کلسیم غونډې ته د عیسايي مذهبي مشرانو د یو غړي نونزیو گیلنټانو وویل د مذهب د سپکاوي د "قوانینو مقصد هغه خلکو چقول دي چې بدله عقیده لري."

د کلسیم دغه غونډې ته د آسیه بي بي خاوند عاشق مسیح وویل چې د هغه مېرمن بې گناه ده. "دا د عیسایانو خلاف نفرت دی، چې ناپاک گڼل کیږي."

غونډې ته وینا کې د عاشق مسیح او د لور سترگې یې د اوښکو نه ډکې وې. د کیتولک مسلک تر ټولو لوې مذهبي مشر پاپ فرانسس د عاشق مسیح او د هغه د لور هرکلی وکړو او وې ویل چې اسیه بي بي یې هروخت په سوچ کې وي او د هغې دپاره دعا کوي.

د یورپین پارلیمنټ صدر اینتونیو تاجیني وویل چې په پاکستان کې د عیسایانو ځورونه "قتل عام" یا جینوسایډ دی.

په کال ٢٠١١ کې د اسیه بي بي د دفاع په سر د پنجاب صوبې پخوانی گورنر سلمان تاثیر په اسلام آباد کې د پولیس خپل یو محافظ ووژلو.

په عین حال کې د پاکستان ټوډی نومې انگریزۍ ژبې ورځپاڼه وايي د مذهب د سپکاوي په الزام نیول شوي یو عیسايي تن د پاکستان په وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای الزام لگولی چې په بند کې یې پرې تشدد کړی او په دې یې مجبور کړی و چې د خپل تربور سره جنسي فعل وکړي خو هغه وايي انکار یې وکړو او په لاهور کې یې د ایف ايي ای د دفتر د څلورم منزل نه ټوپ وهلو.

ورځپاڼه وايي دواړه کسان ایف ایي ای د مذهب د سپکاوي د قانون دلاندې نیولي دي.

مهرین زاره ملک په ټوېټر د ساجد نومې تن بیان شریک کړی چې هغه پکې په ایف ايي ای د تشدد الزام لگولی.

XS
SM
MD
LG