لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد : وسله وال بريد کې ۱۰ پوليس ، يو عام وگړی او ۷ حمله کوؤنکې وژل شوي


حمله کوؤنکو اول په ريموټ دوه چاؤدنې کړې ، او بيا يې تر څلورو ساعتو د پوليس سره مقابله هم کړې ده
حمله کوؤنکو اول په ريموټ دوه چاؤدنې کړې ، او بيا يې تر څلورو ساعتو د پوليس سره مقابله هم کړې ده
د افغانستان په ختيزې جلال اباد سيمه کې وسله والو د پوليس په تهاڼه بريد کړی ، چې په نتيجه کې يې ۱۰ پوليس او يو عام ملکي وگړی وژل شوی دی . د چارواکو په وينا په دغه بريد کې اووه حمله کوؤنکي هم وژل شوي دي . طالبانو د دغې بريد پړه په غاړه اخيستې ده .
د افغانستان په ختيز کې د پاکستان پولې ته نزدې پرته سيمه جلال اباد کې نن د زيارت په ورځ سحر د وسله والو لخوا د پوليس په تهاڼه د ترسره شوي بريد په اړه د داخله وزارت مرستيال جنرال محمد ايوب سولنگي وئيلي ، بريد کوؤنکي اووه کسان وو چې دوه پکې ځان مرگي بريد کوؤنکي هم شامل وو.
حمله کوؤنکو اول په ريموټ دوه چاؤدنې کړې ، او بيا يې تر څلورو ساعتو د پوليس سره مقابله هم کړې ده .
د خبري ادارې ای پي د رپورټ ترمخه د بريد په نتيجه کې د يو پوليس افسر په گډون لس پوليس او يو لاروی چې طالب علم ؤ ، وژل شوي دي . او ۱۴ نور پوليس ژوبل شوي دي .
ايوب سولنگي وئيلي پوليس سره په مقابله کې اووه واړه بريد کوؤنکي وژل شوي دي .
طالبانو د دغې بريد پړه په غاړه اخستې ده .
ايوب سولنگي زياته کړې وسله وال مخالفين غواړي چې په هېواد کې راروان انتخابونه گډوډ کړي ولې هغه ووئيل چې ملي امنيتي ځواکونه به دوي دغسې کولو ته نه پريږدي .
افغانستان کې د اپريل د مياشتې په پينځمه نېټه ټاکنې کيږي ، او طالبانو د ټاکنو گډوډولو گواښ کړی دی .
له دې دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان په شمالي فارياب صوبه کې يو ځان مرگی بريد شوی ؤ ، او د ۱۵نه زيات کسان پکې وژل شوي وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG