لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جاپان : د ايټمي پلانټ د بجلۍ بحالولو هڅې دوام لري


جاپان : د ايټمي پلانټ د بجلۍ بحالولو هڅې دوام لري
جاپان : د ايټمي پلانټ د بجلۍ بحالولو هڅې دوام لري

جاپان کې انجنئيران دخالي په ورځ هم داغيزمن شوي توانايۍ دپلانټ بجلۍ بحالولو لپاره کار کوي.
د جاپاني ميډيا ترمخه دټرکونواو نورو ذريعو له لارې دجوهري ري ايکټرو يخو ساتلو کار په عارضي توگه ځنډول شوى چې دغه شان دبجلۍ دبحالۍ لپاره کارکوونکي کسان خپل کار دوامداره وساتل شي.
چارواکي وائي اغيزمن شوؤ ري ايکټرو ته داتوار دورځې پورې بجلي بحاليدلى شي.
په شمال ختيز جاپان کې دزلزلې او سونامي له امله دمتاثره شوي تنصيب دوه ري ايکټرې او استعمال شوي فيول راډز دا مهال تر ټولو ستره خطره ده ځکه چې دبجلۍ دمعطلۍ وروستو ري ايکټرو ته ديخوالي رسولو نظام بند شوى ؤ او دتودوالي په درجه کې پرله پسې داضافې نه پس دتابکارۍ اخراج کمولو لپاره دهيلي کاپټرو او ټرکونو په ذريعه په پلانټ اوبۀ اچولى شي.
ددغو ايټمي ري ايکټرو گيرچاپيره دشلو کلو ميټرو په فاصله کې اوسيدونکي دوه لکه کسان پخپلو کورونو پريښودو مجبوره شوي او دديرشو کلو ميټرو په فاصله کې اوسيدونکي کسان اوس هم ميشته دي ،چارواکو دغو کسانو ته پخپلو کورونو کې داوسيدو وينا کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG