لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جاپان: ناؤتو کان نوى وزيراعظم ټاکل شوى دى


د جاپان دواکمن ډيموکريټک گوند پخوانى دخزانې وزير ناؤتو کان ددغه هيواد نوى وزيراعظم ټاکل شوى دى.

63 کلن ناؤتو کان يو لوړپوړى سياست مدار دى او هغه دجاپان دپخواني وزيراعظم هاتوياما د مستعفي کيدو څخه دوه ورځې وروسته دوزيراعظم دڅوکۍ لپاره ټاکل شوى دى.
په راتلونکې اوونۍ کې به دجاپان پاچا دهغه څخه دوزيراعظم دعهدې لوړه اخلي چې له دې وروستو به هغه دخپلې نوې کابينې اعلان هم کوي.
ناؤتو کان وئيلي دي دامريکا او جاپان اړيکې دهغه دسفارت کارۍ مهمه ستن ده خو هغه په دې خبره ټينگار کړى چې جاپان او امريکا ته به په گډه په سيمه کې دپرمختيا لپاره هم کار کول وي.
پخواني وزيراعظم دخپل انتخابي مهم په مهال وعده کړې وه چې هغه به داوکي ناوا جزيرې څخه دامريکا د هوائي ځواکونو اډې لرې کولو لپاره کار کوي خو په دغسې نۀ کولو دهغه په شهرت کې زيات کمى راغلى ؤ چې له دې وروستو هغه دخپلې څوکۍ څخه استعفي ورکړې وه.
يوکيوهاتوياما دانتخابي مهم په مهال په شوؤ وعدو دعمل نۀ کيدو له امله دخپلو ملگرو څخه بخښنه غوښتې وه.

XS
SM
MD
LG