لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خاشقجي په وژنه مونږ له فکرمندي پکار ده: جېم مېټس


د امریکا د دفاع سېکتر جېم مېټس ویلي په ترکي کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په کونسلګرۍ کې وژنه مونږ ټولو له فکرمندي پکار ده.

جېم مېټس په بحرین کې د سیمه ایز امنیت په اړه یوې غونډې ته ویلي ٫٫ په موجوده حالاتو کې د یو هیواد لخوا د نړیوالو قوانینو سرغړونه یا ناکامي سیمه ایزه کمزوري ښايي.٬٬

ښاغلي مېټس زیاته کړې د امریکا دخارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د وړاندې نه د یو شمیر سعودیانو ویزې رد(منسوخ) کړي او د خاشقجي په وژنه کې ککړو کسانو پرضد به نور اضافي ګامونه هم پورته کوي.

امریکايي مطبوعاتي رپورټونه وايي د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي ځوی صلاح بن جمال د جمعې په ورځ امریکا ته رارسیدلی.

د امریکا او سعودي عربستان تابېعت (شهریت) لرونکي صلاح بن جمال باندې د تېرې اونۍ پورې د سعودي عربستان حکومت په بهر سفربندیز لګولی وو.

په صلاح بن جمال دغه سفري بندیز وروسته د هغې اوچت کړی شو کله چې د هغه او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د لیدو کتو عکسونه د تیرې نهې یا سه شنبې په ورځ خپاره شول.

د امریکا خارجه وزارت ویلي خارجه سېکتر ماېک پمپیو په صلاح بن جمال لږیدلي سفري بندیز پورته کیدو خوشحالي څرګند کړې. ماېک پمپیو وړاندې په سعودي عرب غږ کړی وو چې صلاح بن جمال دې بهر سفر ته پرېښول شي.

د خالي په ورځ د سعودي عرب خارجه وزیر عدیل الجبیر د جمال خاشقجي وژنې ته په میډیا کې د حد نه سېوا ځاې ورکړی شوی. نوموړي یو وارې بیا دا خبره منلې چې د سعودي عربستان نه په دغه کار کې خطا شوې خو ژمنه يې کړی هیواد به يې د دغه پېښې بې پلوه پلټنې سر ته رسوي.

XS
SM
MD
LG