لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جوباېډن د امریکا صدراتي ټاکنو د ګټلو اټکل کیږي 


Electorial votes Trump Biden
Electorial votes Trump Biden
  • یو شمیر امریکايي‌ مطبوعات د غیر رسمي تنېجو وروسته په پېنسلوینیا کې د جو باېډن د ګټې خبر ورکړی.
  • د پېنسلوینیا د نتېجو وروسته د امریکا ۴۵ ایالتونو او واشنګټن ډي سي لخوا غیر رسمي نتېجې اعلان شوی.
  • په دې ټولو ایالتونو کې جو باېډن ۲۷۳ الیکټورل ووټونه ترلاسه کړي
  • په امریکا کې د صدارت ګټلو لپاره په ۵۳۸ الیکټورل ووټونو کې لږ تر لږه ۲۷۰ ووټونه پکار وي.‌
  • د امریکا په پینځه ایالتونو نارت کیرولاینا، جارجیا، ایریزونا، نیواډا او الاسکا کې لا هم د ووټونو شمیرنه روانه ده. په دې ایالتونو کې په جارجیا، ایریزونا او نیواډا کې هم جو باېدن د صدر ټرمپ نه مخکې دی.
  • کامېلا هېرس به د جوباېډن سره ناېب صدره وي. کامېلا هېرس به د امریکا د تاریخ لومړۍ میرمن وي چې د ناېب صدرې په هیڅ به ټاکل کیږي.
  • جو باېډن به د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د صدرات څوګند پورته کوي.‌

د امریکا پخوانی ناېب صدر او د واشنګټن په سیاسي مېدان کې د نېمې پیړۍ راهسې یو پیژندل شوی تن جو باېډن ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن د امریکا صدارتي ټاکنو د ګټلو اټکل کیږي.

که دغه اټکل ریشتیا کیږي نو جو باېډن به د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا تر ټولو زوړ عمر د صدر په هیڅ څوګند پورته کوي.

جو باېډن د ډیموکرېټ‌ ګوند لخوا د امریکا په سېنټ کې ۳۶ کاله پاتې شوی او د پخواني امریکايي صدر بارک اوباما په وخت کې د امریکا ناېب صدر وو.

د امریکايي مطبوعاتو تر مخه جو باېډن د یوې سختې مقابلې وروسته د ریپپلکن ګوند صدارتي کاندید صدر ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړې. د انتخاباتو په څلورمه ورځ نن هم رایې شمارل کیدلی.

تر اوسه په رسمي توګه د انتخاباتو نتېجې نه دي اعلان شوي، خو تمه دا چې هم داسې ودریږي. په ۵۳۸ الیکټورل ووټونو کې جو باېډن ۲۷۰ ترلاسه کړي.

مطبوعات وايي جو باېډن په پېنسلوینیا کې د ټرمپ نه په زیاتو رایو اخستلو د دغه ایالت ۲۰ الیکټورل ووټونه ګټلي چې ورسره یې ټولې رایې ۲۷۳ ته ورسیدلی.

د باېډن د ګټې سره صدر ټرمپ په تیرو څلورو لسیزو کې د امریکا دریم داسې صدر شو چې د څلور کاله صدرات وروسته یې په دویم ځل د صدارت ووټونه وبېلل.

د باېډن د انتخاباتو د ګټلو دغه اټکل د انتخاباتو د ورځې څو ورځې پس کیږي، او په یو شمیر ایالتونو کې انتخابي چارواکو د میلینونو هغه وټرانو ووټونه شمارلي چا چې په ډاک خپلې رایې لیګلي.‌

د ډیموکرېټ ګوند لخوا د صدر په هیڅ د نومول کیدلو وړاندې جو باېډن د پخواني صدر بارک اوباما په وخت کې د امریکا ناېب صدر وو. هغه د ډېلاویر ایالت نه د اوږدې مودې سېنټر هم پاتې دی.

د دې خبر نور جزیات راروان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG