لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري د امریکا نوی وزیرخارجه


President Barack Obama shakes hands with Sen. John Kerry
President Barack Obama shakes hands with Sen. John Kerry
د امریکا صدر بارک اوباما سېنېټر جان کېري نوې خارجه سیکتر لپاره انتخاب کړی.
د امریکا صدر بارک اوباما نن په سپینه مانړۍ کې د خبریالانو سره په خبرو کې سېنېټر کېري د امریکاېي ډپلومیسۍ لپاره تر ټولو غوره انتخاب بللی. امریکاېي صدر ویلي ښاغلي کیري په تیرو څو کلونو کې نه یواځی په سینټ کې بلکه په نړۍ کې هم خپل عزت او اعتماد جوړ کړی.
اوس که چرې سینټ د جان کېري منظوري ورکړی نو هغه به د میرمن هیلري کلنټن ځاېي نیسي. مېرمن کلنټن د وړاندې نه ویلي چې خپلی ذمه وارۍ نورې نه شي تر سره کولې.

د جان کېري د پاکستان، افغانستان پوهه:

جان کېري په خپل سیاسي تاریخ کې په دې وروستو کې د پاکستان او افغانستان په اړه د پوهې لپاره ډیر مشهور شوی دی. د صدر اوباما لخوا د هغه د خارجه چارو سیکتر جوړول دا هم ښاېي چې د صدر اوباما په بهرنۍ تګلاره کې پاکستان او افغانستان د سرټکي دي. ښاغل جان کېري پاکستان ته د امریکي لخوا د مالي مدد لپاره د هغه قانون پلار ګڼل کیږي چې تر مخه به یې پاکستان ته 2009م نه تر 2014م پورې 7.5 بلینه ډالر ورکول کیږي. دغه قانون د کېري لوګر په نوم یادېږي. نوموړي د امریکې په هوایي حمله کې په خطا کې د پاکستاني ځواکونو د وژلو وروسته، د پاکستان لخوا د 7و میاشتو پورې د ناټو لپاره د ټړلو لارو په بیا پرانستلو کې مهم رول لوبولی وو.
نوموړی افغان صدر حامد کرزې او نورو افغان چارواکو سره ښې اړیکې لرې. او په سیمه کې د ترهګرۍ او پاکستان افغانستان تر منځ په شخړه پوره خبرتیا لري.
ښاغلې کېري د ډیموکرېسۍ لوې پلوي ګڼل کیږي. د پاکستان سره د امریکا امداد هم جان کېري د ډیموکرېسۍ سره تړلی دی.

د جان کېري د خارجه چارو تجربه:

صدر ابامه ویلي امریکا ډ ډیرو چالنجونه سره مخ ده خو د هغه په وینا په سېنېټر کېري دومره باور لري چې په خه توګه به امریکه د دغو چالنجونو نه اوباسی. ښاغلې کیري د امریکه شمال غربي ایالت ماسي چیوسټ نه د ډ یموکریټ ګوند غړی دی او د سینټ د خارجه چارو کمېټۍ د چېرمین په هیڅ ېي د پاکستان نه افریقې پورې د نړۍ د لانجمنو سیمو سفر کړی دی. هغه د ویتنام په جنګ کې هم ګډون کړې وو.
69 کلن جان کیري په کال 2004م کې د ډیموکریټ ګوند صدارتي کاندید هم پاتې دی او په دغه انتخابونو کې ېي د هغه وخت صدر جارج بش نه ماتې خوړلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG