لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حکومت خلاف د مظاهرو ورسته د اردن وزیراعظم استعفا ورکړه


د خالي، شنبې، په ورځ په سرښار عمان کې د مظاهره چیانو او د پولیس نښتې وشوې او پولیس د احتجاج کونکو د منتشر کولو دپاره د اوښکو گیس وچلولو. احتجاج کونکو د وزیراعظم د دفتر په لورې تگ غوښتو او نعرې یې پورته کولې چې "ولس حکوخت نسکورول غواړي."

د حکومت خلاف د لویو مظاهرو ورسته د اردن وزیراعظم هاني الملقي د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړې ده.

په ورستیو ورځو کې د زرگونو په شمیره کې خلکو د حکومت د مالي اصلاحاتو خلاف احتجاجونه کړې دي.

د خالي، شنبې، په ورځ په سرښار عمان کې د مظاهره چیانو او د پولیس نښتې وشوې او پولیس د احتجاج کونکو د منتشر کولو دپاره د اوښکو گیس وچلولو. احتجاج کونکو د وزیراعظم د دفتر په لورې تگ غوښتو او نعرې یې پورته کولې چې "ولس حکوخت نسکورول غواړي."

په ورستیو ورځو کې حکومت یو شمیر اقدامات اعلان کړې دي چې پکې په ټېکس یا مالیه کې او په نرخونو کې اضافه شامل دي. په ولسي کچه د حکومتي گامونو مخالفت کېږي.

د اردن وزیراعظم هاني الملقي
د اردن وزیراعظم هاني الملقي

وزیراعظم هاني المالقي د اردن باچا شاه عبدالله ته خپله استعفا ورکړې ده.

شاه عبدالله د خالي، شنبې، په ورځ د وزیراعظم، د هغه د کابینې وزیرانو او د امنیت مامورینو سره ولیدل. د حکومتي خبري ادارې پېټرا ترمخه، شاه عبدالله وویل د حکومت د مالي اصلاحاتو پېټې یوازې د اردن په ولس نه دي اچول پکار.

د حکومت د حتمی فېصلو اختیار د شاه عبدالله په لاس کې دی او هغه نېغ په نیغه د حکومت ټاکنه کوي خو ولس په احتجاجونو کې د باچا پرځای وزیراعظم په هدف کوي.

نړیوالو مالیاتي ادارو په اردن د مالي اصلاحاتو دپاره فشار اچولی دی چې دا رنگ حکومت خپل قرضونه ختم کړی شي. د تیرې څه مودې راهېسې په سیمه کې د ناقرارۍ په وجه د اردن اقتصاد پرمختگ نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG