لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خبریالان: برطانیه دې د وکي ليکس باني د بند نه ازاد کړي


په ۲۰۱۰ کې د امریکې خفیه سفارتي او پوځي معلومات په وکي ليکس د چاپ کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزامات لګولي دي او که چېرې دغه جرم پې ثابتيږي نو ۱۷۵ کله د قېد سزا ورکړی کېدی شي

د خبریالانو، مدیران او د ناشرانو یو نړیوال اتحاد غوښتنه کړې چې د خفیه معلوماتو افشا کونکي وېب پاڼې وکي لیکس باني جولین اسانج دې د برطانيي د بند څخه ازاد او په هغه لګول شوي الزام دې ختم کړی شي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د صحافیانو او د شپږو ملکونو نه د ناشرانو د اتحاد او تنظیمونو ۱۵ نمایندګان په جنیوا کې جمع شوي وو او د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې د مطبوعاتو د ازادۍ په نوم د جولین اسانج د ازادۍ غوښتنه وکړه.

دوی د سوېس مامورینو نه هم غوښتنه وکړه چې اسانج ته دې محفوظه لاره ورکړي چې سوېټزرلېنډ ته لاړ شي او په ضد یې نور قانوني ګامونه پورته نشي.

د غونډې ګدون والو وغوښتل چې د سوېټزر لېنډ حکومت دې د اسانج د ازادولو په لړ کې مرسته وکړي.

پنځوس کلن دا مهال د برطانيي په زندان کې دی او تېره هفته د برطانيي حکومت هغه امریکې ته د سپارل کېدو منظوري ورکړې ده. مطبوعاتو د ازادۍ فعالانو د برطانيي په فېصله مایوسي څرګنده کړې ده.

اسانج ویلي هغه به د دغې فېصلې په ضد خواست یا اپيل کوي.

په ۲۰۱۰ کې د امریکې خفیه سفارتي او پوځي معلومات په وکي ليکس د چاپ کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزامات لګولي دي او که چېرې دغه جرم پې ثابتيږي نو ۱۷۵ کله د قېد سزا ورکړی کېدی شي.

د ای اېف پي ترمخه، د مطبوعاتو د ازادۍ فعالان د اسانج حمایت کوي او وايي واشنګټن د امنیتني اندېښنو په اړه د خبرونو مخه نیول غواړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جنیوا په غونډه کې امریکي ته د اسانج د سپارلو په اړه د برطانيي د فېصلې غندنه وشوه او ای اېف پي وايي د برطانيي فېصله د انساني حقونو په جار سرغړونه او د مطبوعاتو د ازادۍ په مکمله توګه توهین وبلل شوه.

د سوېس پرېس کلب مشر پرېیر روچي چې د خبریالانو د غونډې بندوبست يې کړی و خبرداری وکړو چې د هغه په قول جمهوریت په خطر کې دی. "دا کوښښ کول چې صحافت جرم وټاکل شي سنګین ګواښ دی."

د برطانيي او ایرلېنډ د نېشنل یونین اف جرنلسټس د ټیم ډاوسن د پرېیر روچي د خبرې سره اتفاق کوي او وايي که جولین اسانج په ضد د جاسوس په څېر قانوني اقدامات کېدلی شي نو د نورو خبریالانو دپاره دا څه معنا لرلی شي؟

اسانج د ۲۰۱۹ راهسې په جنوب مشرقي لندن کې د سخت امنیت دلاندې یو زندان کې دی په هغه دا الزام هم دی چې په سوېډن کې د جنسي تېري په یوه مقدمه کې یې د ضمانت خلاف ورزي کړې ده.

د دې نه مخکې هغه په لندن کې د اېکوېډور په سفارتخانه کې اووه کاله تېر کړي وو. اسانج پس له هغې ونیول شو چې برطانيي د هغه سفارتي استثنا ختمه کړه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG