لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په ځانمرگي حملو کې وژل شوي خبریالان څوک دي؟


د ازادۍ ریډیو لپاره کارکونکي دوه خبریالان د هاغه ٢٥ کسانو څخه دي چې د گل په ورځ په افغان پلازمینه کابل کښې د داعش ترهگر ډلې په دوه ځانمرگه بریدونو کښې وژل شوي دي.

د افغانستان استخباراتي ادارې مرکزي دفتر ته نزدې شوو چاودنو کې د شپږو خبریالانو په گډون تر ۴٥ پورې کسان ژوبل شوي هم دي .

د افغان خبریالانو مرکز ترمخه د هېواد په تاریخ کښې په خبریالانو شوې دا تر ټولو خونړی برید دی چې پکښې نهه افغان خبریالان په ټکه وژل شوي.

د پلازمینې کابل سوېل کښې یو بل خبریال ٢٩ کلن احمد شاه چې د برتانیې بي بي سي ادارې لپاره به یې کارکوو په همدغه ورځ وسله والو، پاکستان پولې سره خوا کښې د خوست په سیمه کې په یو جلا برید کښې وژلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د گل په ورځ په موټر سایکل سور یو ځانمرگي برید گر د "شاش درک" په سیمه کښې برید وکړ.

په دې سیمه د نېټو اېتلاف سر دفتر، افغان استخباراتي ادارې مرکز او ځیني خارجې سفارتخانې ابادې دي.

د پیښې ٢٠ مېنټه وروسته ځای کتلو لپاره چې کله خبریالان د "ښاري پرمختیا او کورونو وزارت" ودانۍ ته ورسیدل نو دویم ځانمرگي بمبار چې د خبریالانو جامې یې اغوستلې وې ځان د خبریالانو په مینځ کښې والوزو.

د ازادۍ رېډیو خبریال عبدالله هنانزۍ په دویمه چاودنه کښې په ټکه ژوند دلاسه ورکړو ولې دوېم خبریال سباون کاکړ هسپتال ته مرگوني حال کښې اوړل شو چې وروستو یې سا ورکړه.

اتویشت کلنه خبریاله مهرم دراني چا به چې د راروانه مئي په میاشت کښې د ازادۍ رېډیو لپاره کار شورو کوو او په دې ورځ د روزنې لپاره د ازادۍ رېډیو دفتر ته روانه وه د پیښې ښکار شوه.

دیرش کلن سباون کاکړ د تیرو ٥ کالو راهسې د ازادۍ ریډیو لپاره د کیمره مېن په حیثیت خپله وظیفه ترسره کوله.

٢٦ کلن عبدالله هنانزی په پیشه خبریال و، او د ازادۍ رېډیو لپاره د مخادره موادو مخنوي مبارزې په ترڅ کښې یې "زهرو کاروان" په نوم یوه پروجه باندې کارو کاوو.

په دې پیښه کښې د اي اېف پي خبري اژانس کابل لپاره مشر فوټوگرافر شاه میرايي هم وژل شوی دی.

د افغان خبریالانو مرکز ترمخه په دې برید کښې د مشال ټي وي لپاره کارکونکي علي سلیمي او سلیم تالاش د ټي وي ١ لپاره کارکونکی نوروز خاموش او غازي رسولي او د طلوع نیوز لپاره کارکونکی یار محمد توخي شامل دی.

د پیښې سمدستي پس داعش ترهگر ډلې د اعماق په نوم خپله ویب پاڼه باندې د برید پړه منلې او زیاته کړې یې ده د دوي هدف افغان استخباراتي ادارې مرکز و.

د داعش ترهگرو هم په دې پاڼه (اعماق) د روانې میاشت په ٢٢ نیټه د دشت برچي په سیمه کښې د برید پړه هم منلې وه. د کابل په لوئدیز کښې اباد دشت برچي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو اکثریت اباد دی.

افغان حکومت، ١٧ کاله وړاندې د امریکا لخوا د واک نه بې دخله کړو طالب وسله والو سره په جنگ کښېبوخت دی. د صدر اشرف غني حکومت لخوا طالبانو ته د مذاکراتو وړاندیز پرته په بریدونو کښې عامو افغانانو ته تراوسه درنه مرگ ژوبله اوړیدلی ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG