لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پېسو ورکولو په مقدمه کې عدالت ټرمپ ته نه د قېد او نه د جرمانې سزا ورکړه


ټرمپ د جمعې په ورځ د ويډیو دلارې د فلورېډا ریاست څخه د خپل یو وکیل ترڅنګ د نیویارک عدالت ته حاضري وکړه او ويې وېل ګناه دی او هېڅ غلط کار یې نه دی کړی
ټرمپ د جمعې په ورځ د ويډیو دلارې د فلورېډا ریاست څخه د خپل یو وکیل ترڅنګ د نیویارک عدالت ته حاضري وکړه او ويې وېل ګناه دی او هېڅ غلط کار یې نه دی کړی

د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پېسو ورکولو د ډانلډ ټرمپ په مقدمه کې د نیویارک یو عدالت د جمعې په ورځ فېصله واوروله خو د عدالت جج ټرمپ ته نه د قېد او نه هم د جرمانې سزا ورکړه چې په نتیجه کې يې منتخب صدر د سزا د ویرې بغېر وایټ هاوس ته تللی شي.

ټرمپ به لس ورځې وروسته په سرښار واشنګټڼ کې د کانګرس د ودانۍ مخکې ته په دستوره کې د صدارت سوګند پورته کوي.

د عدالت فېصله د اورول کېدو نه مخکې ټرمپ د ویډیو دلارې عدالت ته د حاضر شو او د خپلې بې ګناهۍ دعوه يې وکړه او مقدمه يې خرابه تجربه وبلله.

ټرمپ د فلورېډا ریاست څخه د خپل یو وکیل ترڅنګ د نیویارک عدالت ته حاضري وکړه او ويې وېل بې ګناه دی او هېڅ غلط کار یې نه دی کړی.

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات سیاسي انتقام وبللو، ویې وېل د دې مقصد هغه بدنامول وو چې صدارتي انتخاب و نه ګټي خو د هغه په قول دا سازش کامیاب نه شو. زه په مکمله توګه بې ګناه یم، ما هېڅ څه غلط نه دي کړي.

deewa
deewa

د نیویارک د عدالت جج هوان مېرچن ۷۸ کلن ټرمپ ته د څلورو کلونو پورې د قېد سزا ورکولی شوه خو د دې په ځای هغه داسې فېصله غوره کړه چې په کې د اییني مسلو نه ډډه وشوه، د ټرمپ مقدمه ختمه شوه خو دا خبره يې یقیني کړه چې ټرمپ د امریکې په تاریخ کې وړمبی تن دی چې په سنګین الزام د سزا کېدو باوجود وایټ هاوس ته ورسېدو.

د فېصلې نه مخکې مېرچن د دې خبرې اظهار کړی و چې ممکنه ده هغه د ټرمپ په مقدمه کې بغېر د څه سزا فېصله واوروي چې د مقدمې په غېر مشروط ډول خارجېدل هم بلل کېږي.

د مېرچن د فېصلې ترمخه به ټرمپ ته نه د جېل او نه هم د څه جرمانې سزا مخامخ کېږي خو په رېکارډ به هغه په مستقل ډول مجرم وي.

د نیویارک په مقدمه کې سرکاري وکیلانو په ټرمپ الزام لګولی و چې ټرمپ د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیل ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې وې چې هغه سره د جنسي تعلق په اړه خاموشه پاتې شي خو د کاروبار په کتابونو کې دغه پېسې خفیه ساتلو دپاره د غلط بیانۍ نه کار اخیستی و. ټرمپ دا الزام رد کړی و. د سرکاري وکیلانو دریځ و چې ټرمپ دا ګام د کال ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب نه مخکې اخیستی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG