د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد ازادي مارچ خپل منزل اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د مولانا ازادي مارچ د شپې په مهال اسلام اباد ته رسېدلی او نوموړي د مارچ ګډون والو ته مختصر وېنا کړې ده.
هغه ګډون والو ته په خېر راغلې وويل او د عوامي نيشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي خان اود پاکستان پيپلز ګوندد مشر بلاول بټو زرداري مننه يې وکړه چې هغوي د ده نه وړاندې سټېج ته رسېدلي او غړي يې راغلي دي.
هغه وویل نن د جمعې په ورځ به د خپل ازادي مارچ په رسمي ډول پېل کوي او خپلې غوښتنې به وړاندې کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پاکستان مسلم ليګ کاروانونه هم پرون د مولانا د ازادي مارچ د ملاتړ دپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي.
مولانا د حکومت پرضد د اتوار، يکشنبې په ورځ د کراچۍ نه ازادي مارچ پېل کړی ؤ او پرون د هېواد د بېلابيلو برخو څخه د نورو سياسي ګوندونو سره په خپله د جمعيت علما اسلام غړي د کاروانونو په شکل کې اسلام اباد ته رسېدلي دي.
نوموړي د ازادي مارچ په سر کې خپلې غوښتنې وړاندې کړي او ويلي يې ؤ هغه او مخالفه ګوندونه د ۲۵ جولايۍ ۲۰۱۸ د انتخاباتو نتيجې نه مني، وزيراعظم عمران خان دې استعفی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.
د عوامي نيشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په مشرۍ د ازادي مارچ په ملاتړ کاروان پرون اسلام اباد ته رسېدلی او اسفنديار ولي خان بيا د مارچ ګډون والو ته وېنا هم کړې وه.
وروسته د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم د ازادي مارچ د جلسې مېدان ته رسېدلی او وېنا يې کړې وه.
مولانا فضل الرحمان په خپله د شپې ناوخته رسېدلی ؤ.
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير فواد چودري يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې ويلي، د مولانا فضل الرحمان سره په خپله ژمنه ټينګ ولاړ دي او هغه ته يې په اسلام اباد کې په پېښور موړ (پشاور موړ) د جلسې اجازه ورکړې ده.
دا چې د مولانا د راتلونګې تګلاره به څه وي نوموړی به يې نن د جمعې د نمانځه نه وروسته اعلان کوي.
وزيراعظم عمران خان درې وړاندې په خپله د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ ته په غبرګون کې ويلي ؤ، چې د دغه مارچ مقصد د حکومت د هغو پالیسيانو عملي کولو په وړاندې خنډان اچول دي د کومو چې ښې نتيجې مخې ته راتلل پېل شوي دي.
عمران خان ويلي د ازادي مارچ انتظام کوونکي د اقتصاد په برخه کې د حکومت د کاميابو نه په ويره کې دی.