لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ لاهور ته رسېدلی دی


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور ته رسېدلی او وايي سبا به اسلام اباد ته رسي.

لاهور ته په رسېدو د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ تود هرکلی شوی دی.

مولانا ويلي ټول قوم په دې خبره يو د چې عمران خان دې د وزيراعظمۍ څخه استعفی ورکړي.

نوموړی وايي ټوله مخالفه ګوندونه غواړي چې عمران خان مستعفي شي او بيا د سر نه انتخابات وشي چې څارنه یې پوځ نه کوي.

مولانا او مخالفه ګوندونه تور لګوي چې د تېر کال په انتخاباتو کې درغلي شوې او عمران خان په ټګۍ ټورۍ وزيراعظم جوړ کړی شوی دی.

مولانا فضل الرحمان د اتوار،يکشنبې په ورځ د کراچۍ نه د ازادي مارچ پېل کړی ؤ.

نوموړی وايي ټول مخالفه ګوندونه يې د ازادي مارچ ملاتړ کوي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د وزیراعظم د اطلاعاتو مرستیالې فردوس عاشق اعوان ويلي ازادي مارچ ته يې د جمهوري اصولو لاندې اجازت ورکړی دی.

خو ويلي يې دي اندېښنه لري چې په احتجاجي مارچ کې خلک وسلې لري.

هغې دا هم ويلي که څه هم بده پېښه رامنځته کيږي زمه وار به يې مولانا فضل الرحمان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG