لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د علماوو شورا مرستیال ووژل شوی


د افغانستان سرښار کابل کې د کابل دعلماوو شورا مرستیال عبدالبصیر حقاني د نا معلومه وسله والو لخوا نن د شنبې یا خالي په ورځ وژل شوی.

د کابل ښار پولیسو ویلي د علماوو شورا په مرستیالدغه برید نن له غرمې وروسته دکابل ښار چهلستون په سیمه کې موټر سایکل سپرو کړی او نوموړي په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دپولیسو ویاند بصیر مجاهد وویل له پیښې سره د تړاو په تور يې یو تن د پولیسو لخوا نیول شوی او پیښه تر څیړنې لاندې ده.

بصیر مجاهد زیاته کړه: ٫٫ پرعبدالبصیر حقاني د برید ترسره کیدو سیمې ته نږدې پولیس د ګزمې په حال کې وو، پولیسو سیمه کلابنده کړه او یوتن له یوې تومانچې سره نیول شوی، څیړنې پیل شوي او د نورو کسانو دنیولو لپاره هم هڅې روانې دي.٬٬

د دې برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.

عبدالبصیر حقاني په داسې حال کې ووژل شوی چې د تیرې سه شنبې په ماښام په کابل کې دعلماوو په جوړې شوې غونډې ځانمرګۍ برید شوی وو چې له امله یې په دې خونړي برید کې د دیني عالمانو په ګډون ۵۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي و او ۹۴ تنه نور ټپیان شوي وو.

د برید مسئولیت که څه هم کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه وو اخیستی خو افغان حکومت د دې برید پړه پروسله والو طالبانو اچولی او ویلي وه چې طالبان دعلماوو په غونډې دشوي برید له مسئولیت ځان نه شي ژغولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG