لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځانمرگي بريد کې اووه کسان وژل شوي دي


کابل : ځانمرگي بريد کې اووه کسان وژل شوي دي
کابل : ځانمرگي بريد کې اووه کسان وژل شوي دي

د افغانستان پايه تخت کابل کې ديو مارکيټ دننه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ددريوؤ بهرنيو ښځو په شمول اووه کسان وژل شوي دي. طالبانو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى دى.
دکورنيو چارو په وزارت کې دترهه گرۍ دمخنيوي مشر عبدالغفار سيدزاده وائي په کابل کې دجمعې په ورځ ترسره شوې چاؤدنه کې بهرنيان او افغاني وگړي شامل دي.
هغه وويل پوليس ددې خبرې پلټنه کوي چې دغه چاؤدنه دڅه له امله شوې ده؟ خو يو پوليس چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي يو ځانمرگى سُپر مارکيټ ته ورننوتلو او دغلته يې ځان الوځولى.
دکابل دپوليسو يو وياند حشمت الله ستانکزئ ددغه چاؤدنې پخلى کړى او وائي په کومه سيمه کې دغه چاؤدنه شوې هلته گڼ شمير سفارت خانې هم موقعيت لري.
هغه وويل پيښه کې درې بهرنۍ ښځې وژل شوي او دسُپر مارکيټ درې کارکوونکي هم ژوبل شوي دي.
دکابل دپوليسو مشر محمد ظاهر پخلى کړى دى چې دغه يو ځانمرگى بريد ؤ.
دعيني شاهدانو وينا ده په کوم ځايې کې چې چاؤدنه شوې ددغه ځايې څخه په ژوبل حالت کې څلور بهرنيان هم راوستل شوي دي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وائي دپيښې په شاه دهغوي دجنگيالو لاس دى او ادعا يې کړې ده چې هغوي ديوه شخصي امنيتي عمله په نخښه کړې ده.
هغه وويل دکابل په سُپر مارکيټ دبليک واټر مشر او يو شمير نورو کارکوونکو سودا کوله چې په دغه مهال زمونږ دجنگيالو څخه يو هغه په نخښه کړو.
هغه دا هم وويل چې په سُپر مارکيټ دبريد څخه وړاندې بريد کوونکي لمړى ډزې کړي او بيا يې ځان الوځولى چې پکې دشخصي امنيتي عملې دکارکونکو په شمول گڼ شمير کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG