لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چاراکي : په کابل کې په مهمو هدفونو بريدکوونکي ټول تندلاري وژل شوي دي


بريدونو کې د دريوؤ پولیس والو په گډون لږ ترلږه 14 کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي
بريدونو کې د دريوؤ پولیس والو په گډون لږ ترلږه 14 کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي

د افغانستان دکورنيو چارو وزارت د شورو په ورځ اعلان وکړو چې مقامي ځواکونو ټول تندلاري وژلي، دغه اعلان پايتخت کابل کې په گڼو مهمو هدفونو دطالبانو ديو منظم بريد دپيل کيدو څخه 20 ساعته وروسته وشو.
چارواکو ویلی چې په دغه بريدونو کې د دريوؤ پولیس والو په گډون لږ ترلږه 14 کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي ددغه بريد پړه طالبانو په اړه اخستې.
گمان کيږي چې په کال 2001ء کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ پيل شوې جگړې څخه راپديخوا کابل کې ترسره شوې دغه تر ټولو داوږد وخت جگړه وه.
د نهې په ورځ په ځانمرگي جيکټونو او درنو وسلو سمبالو جنگيالو دنيټو هيډکوارټرز، امريکائي سفارت خانه، دافغانستان داستخباراتي شبکې دفترونه او نورې ودانۍ په نخښه کړې وې.
دبين المللي ځواکونو يو وياند وئيلي بريد کې يوولس افغان وگړي وژل شوي او دنيټو شپږ پوځيان هم ژوبل شوي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وينا ده دطالبانو بريد کې لږ ترلږه درې پوليس عسکر هم وژل شوي.
دبريد په مهال شپږو تندلارو دکابل دزياتې حساسې سيمې په غاړه يوې جوړيدونکې ودانۍ ته ننوتلي وؤ او ددغه ودانۍ دبرنو منزلونو څخه يې امريکائي سفارت خانه او دنيټوهيډکوارټرز په نخښه کړل، په سيمه کې گڼ شمير چاؤدنې هم شوې وې.
دنهې تر شپې پورې دنيټو هيلي کاپټر ددغه جوړيدونکې ودانۍ څخه چاپيره چکرې لگولې او افغان پوځيان ودانۍ ته ننوتل او ژوندي بچ شوي يو يا دوه جنگيالي يې ووژل.
دنيټو او امريکائي سفارت خانې وينا ده بريد کې دهغوي کوم مامور ژوبل شوى نۀ دى.
په واشنگټن کې دسي ائي اى ډائريکټر ډيوډ پيټرياس امريکائي قانون جوړونکو ته وويل چې يو راکټ په امريکائي سفارت خانه لگيدلى چې په نتيجه کې يې دامريکائي ويزو لپاره انتظار کوونکي څلور افغانان ژوبل شوي.
افغان صدر حامد کرزي ددغه بريد غندنه کړې او دبريد په ضد يې دافغان عسکرو چټک عمليات ستائيلي، هغه وائي چې ددغه رقم عملونه به په افغانستان کې دامنيت منتقلي ونۀ دروي ، بلکې دې سره به دخپلو چارو پخپلو لاسونو کې داخستو په اړه دافغانانو په اراده کې نور پخلى هم راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG