لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: په انټرکانټننټل هوټل برید کې لږ تر لږه ١٦ کسان ووژل شو


د افغانستان امنیتي ځواکونو د کابل په انټرکانټننټل هوټل د وسله والو بريد ١٣ ساعته ورسته ختم کړو او رپورټونه په حمله کې لږ تر لږه ١٦ کسان وژل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ترجمان تجيب دانش په پېښه کې د پنځه کسانو د وژل کیدو تصدیق کړی دی چې پکې خارجیان هم شامل دي.

د افغانستان یوې غیر حکومتي هوايي کمپنۍ کام ایر ویلي په کانټېننټل هوټل حمله کې یې د عملې ١٠ کسان وژل شوي دي چې پنځه پکې پایلټنان دي.

هوايي کمپنۍ ویلي ١۴ د عملې نور غړي یې لا درکه دي.

ددې نه وړاندې د افغانستان د کورنو چار وزارت ويلي په خپله خبرپاڼه خپور کړي خبر کې ويلي برید د څلورو ترهګرو په وژنه پایې ته رسېدلی دی.

" د بده مرغه په بريد کې څلور ملکي وګړي او يوه بهرنۍ ښځه وژل شوي او د څلورو پوليسو په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوي دي".

د خبر ترمخه امنيتي ځواکونو د هوټل نه ۱۶۰ تنه ويستي چې پکې ۴۱ هم شامل دي.

د کورنو چارو وزات ويلي، "بريد حقاني شبکې کړی کومه ډله چې د افغانستان څخه بهر ځالي لري".

افغانستان او امريکا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکه ساتي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویان محمد فېصل د کابل په هوټل بريد په سختو ټکو کې غندلی دی او ويلي پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.

د کابل په انټرکانټننټل هوټل تېره شپه نزدې نهه بجې وسله وال برید شوی او چارواکو ويلي ؤ څلور ترهګر هوټل ته دننه ننوتي او نن د سه شنبې په ورځ تر سهار لسو بجو پورې د وسله والو سره د امنيتي ځواکونو نښته روانه وه.

په کابل کې د امریکا سفارت د پنجشنبې، زيارت په ورځ خبرداری ورکړی ؤ چې "سخت دریزه وسله وال په هوټلنو د برید پلان لري".

کابل کښې په وروستیو کښې د خونړي بریدونو زمه واري د داعش وسله والې ډلې اخستې خو افغان چارواکي وايي، په افغانستان کښې ډېری خونړي بریدونه د داعش ډلې په نوم حقاني شبکه ترسره کوي.

د کابل په انټرکانټینینټل هوټل باندې وروستی ځل په ٢٠١١ کې برید شوی ؤ چې پکې د بهرملکيانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG