لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل : د داعش په ځانمرګي بريد کې ٣١ کسان وژل شوي دي


د افغانستان پلازمينه کابل کې د تذکرو د اخیستو په يو مرکز د داعش په ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ژوبل شوي دي.

ځانمرګی بريد په کابل ښار کې د اتوار، یکشنبې، په سهار شاوخوا لس بجې د تذکرو د اخیستو په یومرکز کې چې د ښار شپږمې امنیتې حوزې اړوند د اصف مایل په کوڅه کې موقعیت لري ځانمرګۍ برید ترسره شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار ډاکټر وحید مجروح له وي او ای سره ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې د دې برید په پایله کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د روغتون د چارواکو په وېنا په ژوبل کې د ۱۰ تنو روغتيايي حالت خطرناک دی.

دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي بریدګر د تذکرو اخستلو لپاره دعامو ولسي خلکو په جوړ شوي قطار کې ځان پورې تړلي چاودیدونکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې لږ ترلږ۹ تنه وژل شوي او ۵۶ نورټپیان دي.

نوموړي وویل "د نن ورځې برید د یوځانمرګي بریدګرلخوا ترسره شو، دتلفاتو هغه ارقام چې مونږ ته په لاس راغلی ۹ تنه وژل شوي او ۵۶ نورټپیان شوي او دپیښې ټول قرباني شوي کسان روغتونونوته لیږدل شوي دي".

اجرائي رئيس عبدالله عبدالله په سکول کې جوړ دغه مرکز باندې د شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې ده.

د روئټرز خبري ادارې ترمخه تندلارې ډلې داعش د دغه ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده.

دکورنیو چارو وزارت ویلي ،په دې ځانمرګی برید کې د ولسي خلکو په ګډون هغو پولیسو ته هم مر ګ ژوبله رسیدلې چې د تذکرو د وېش مرکزد امنیت د خوندي ساتلو لپاره ګمارل شوي وو.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل "د کابل ۱۰۱ سمايي زون پولیس سره د نورو امنیتي ځواکونو د تذکرو دامنیت ساتلو لپاره ځای پرځای شوي وو خو دا چې څه ډول بریدګرهدف ته ځان ورساوه، دوښمن له هرې لارې ګټه اخلي اوزمونږ پلټنې په دې اړه روانې دي".

وسله والو طالبانو په دې برید ګې لاس لرل رد کړي دي.

دتذکرو دوېش په مرکز ځانمرګی برید وروسته له هغې ترسره شوچې نهه ورځې وړاندې په افغانستان کې دولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره دنوم لیکنې پروسه پیل شوې او له تذکرو پرته په ټاکنو کې برخه اخیستل ناشونې ده.

XS
SM
MD
LG