لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل : سبا نه د امن جرگه پېل کېږي


افغان جمهوررئیس حامد کرزی لخوا په کابل کې بلل شوي د درې ورځنې سولې جرگې لپاره ټولې تیارې نیول شوي دي.

ښاغلي کرزی لخوا بلل شوي دغې جرگې نه تمه کېږي چې د نهه کالو نه روانې جگړې ختمولو لپاره به په ملي اتفاق ته په رسیدوهڅه وکړي.
د شورو د ورځ نه پېل کیدونکې جرگې کې به نزدې ١٦٠٠ استازي برخه اخلي چې د یوې لوې ایرکنډیشنډ خیمه کې به کېږي.
دغه جرگې گډون کونکي د افغانستان د ټولنې هرې یوې برخې نه دي چې پکې قبایلي ، ولایتي او مذهبي مشران شامل دي.
په کال ٢٠٠١ م کې د امریکا په مشرې کې د یرغل په نتیجه کې واک نه لرې کړل شوي سخت درېځه طالبانو ته په جرگې کې د گډون بلنه نه دې ورکړل شوی.
ځېني استازې کېدې شي چې د طالبانو سره همدري لري. طالبان وایي چې تر هغه وخت به د خبرو کې گډون نه کوي تر څو چې بهرني ځواکونه افغانستان نه وتلي نه وي.
د جرگې په وخت د امنیت ستانې لپاره په زرگونو عسکر پرځاې کړل شوي دي. کابل کې د امریکا سفرت لخوا خپور کړل شوي بیانیه کې د جرگې لپاره مرسته ښودل شوې ده.
د امریکا جمهوررئیس اوباما افغانستان کې د طالبانو مخ په زیاتیدونکي یاغیتوب ختمولې لپاره دیرش زره نور عسکر پرځاې کړي دي خو وایي د راتلونکي کال جولائي د میاشت نه به افغانستان نه د امریکایي عسکر ویستل پېل کوي.

XS
SM
MD
LG