لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل امن غونډه او د پاکستان د همکارۍ نېمګړې ژمنې


د افغانستان په سرښار کابل کې به نن (چارشنبې/ شورو) په ورځ یوه نړیواله غونډه پیل کیږي په داسې مهال چې د افغانستان اولسمشر اشرف غني دفتر لخوا ویل شوي په غونډه کې به د طالبانو سره دسولې د خبرو اترو یو هر اړخیزه پلان وړاندې کیږي.

د کابل پروسې په دویم کانفرنس کې به د امریکا، جرمني او برتانې په شمول د ۲۸ هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیالانو په شمول د دریو نړیوالو سازمانونو غړي هم برخه اخلي.

نن پیلیدونکي دغه مهمه غونډه په داسې وخت ترسره کیږي چې په سیمه او افغانستان کې وروستۍ څو پرمختیاوې په پام کې نیول ډیر ضروري دي.

طالبانو امریکا ته نیغ په نیغه د خبرو وړاندیز

د کابل کانفرنس وړاندې افغان طالبانو ويلي د افغانستان د مسلې د سوله ايز حل دپاره دې امريکايي چارواکي د طالبانو د سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي. افغان طالبانو دغه خبره دسويلي او مرکزي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې اېلس وېلز د څرګندونې په غبرګون کې کړې وه.

مېرمن اېلس وېلز ویلي وو ٫٫ طالبانو ته مو دغه پېغام دی چې د مذاکراتو دروازه لا خلاصه ده، هغه طالبان چې د تشدد نه لاس اخلي او د افغانستان ائين مني" کولی شي چې راشي او د خبرو بهير کې شامل شي. د امريکايي استازې څرګندونې ته په غبرګون کې طالبانو د دوشنبې، ګل په ورځ خپله اعلامیه خپره کړې وه.

څیړونکي وایي دا نه ده معلومه چې د طالبانو دا موخه به ترلاسه شي او که نه، ولې د دې وړاندیز د ګټو امکان ډیر کم دی ځکه چې د امن پروسه تر هغې نه شي کامیابیدی تر څو چې افغان حکومت پخپله د خبرو اترو په پروسه کې نه وي شامل.

یو شمیر څیړونکي بیا د طالبانو لخوا د امریکا سره نیغ په نیغه خبرو اترو هم د شک په نظر ګوري او ګڼی دا کار د طالبانو په شا ولاړو هیوادونو ښکاري.

د امریکايي سلاکارې د پاکستان سفر او د حقاني جنګیالو پرضد د عملیاتو غوښتنه

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د قامي سلامیته لپاره مرستیالې لیسا کرټس د پاکستان سفر په مهال د امریکې دا غوښتنه بیا تکرار کړې چې پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني ډلې او د نورو وسلوالو پرضد عملیات وکړي.

د اسلام اباد د دوه ورځني سفر په مهال لیسا کرټس د نړي والې ټولنې هغه تشویش هم په ډاگه کړی چې غېرقانوني پېسې د سپینولو او د ترهگرو د مالي سرچینو د ختمولو په لړ کې د پاکستان کوښښونه "نیمگړتیا" لري.

تیره ورځ د پاکستان صدر ممنون حسین ویلي په افغانستان کې د لسیزو راهیسې روانو جګړو له امله افغانانو ډېر څه بایللي دي، خو زیاته کړې يې ده ېواد یې د افغانستان د ښېګړې لپاره هر څه ته تیار دی.

د څیړونکو په نظر که څه هم د پاکستان حکومت په ښکاره تګلاره وايي چې دوي په افغانستان کې امن غواړي خو په افغانستان کې دامن او په خپله خاوره د هغه ترهګرو ډلو چې په افغانستان کې جنګیږي پرضد ګامونو نه کولو په سر د پاکستان په پالیسۍ تل پوښتنې راپورته کیږي.

د صدر غني لخوا طالبانو ته د امن خبرو پلان نړیوالې غونډې ته وړاندې کول

د کابل پروسې یوه ورځ وړاندې د نهې یا سهشنبې په ورځ د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني د دفتر مرستیال هارون چخانسوري یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل پروسې په دویم کانفرنس کې به د افغان حکومت له خوا طالبانو ته د سولې د خبرو هراړخیز پلان وړاندې کیږي.

چخانسوري ویلي چې په دې کانفرنس کې به افغان حکومت له پاکستانه هم د ریاست په ریاست د سولې د خبرو غوښتنه هم کوي. چخانسوري د سولې د خبرو د هراړخیز پلان په اړه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره افغان حکومت کوم شرط نه لري.

د کابل کانفرنس لپاره د افغان حکومت له خوا کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي، په کابل کې د همدې کانفرنس د جوړېدو په هدف د چارشنبې په ورځ رخصتي اعلان شوې او د ارګ پر لور غزېدلي څلور لارې له پرونه راهیسې د موټرو او د خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د جنورۍ په میاشت کې په کابل شوو خونړيو بریدونو وروستو په روانه میاشت (فیبرورۍ) کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره دوه وارې خبرې اترې ترسره شوي.

د دغه خبرو وروسته په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي وو د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

افغان حکومت او امریکا په پاکستان تور لګوي، چې ترهګرو ته یې پټنځایونه ورکړي او ترهګر د پاکستان له خاورې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي او د کابل وروستی برید هم په پاکستان کې پلان شو و. افغان حکومت دا هم ویلي دي، چې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د وروستیو بریدونو په اړه کره اسناد او شواهد یې هم پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي.

پاکستان دغه تورونه ردوي چې ګواکې د افغانستان د پلازمېنې له بریدونو سره کوم تړاو لري او یا دې ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG