لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : هوټل باندې ځان مرگي بريد کې ۱۶ کسان وژل شوي


کابل کې وزير اکبرخان سيمه کې دغه هوټل چې د بريد ښکار شوی دی ، وئيل کيږي دې ته زياتره بهرملکيان ورځي
کابل کې وزير اکبرخان سيمه کې دغه هوټل چې د بريد ښکار شوی دی ، وئيل کيږي دې ته زياتره بهرملکيان ورځي

د افغانستان پلازمينه کابل کې په وزيراکبرخان سيمه کې يو هوټل باندې ځان مرگي بريد او ډزو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي . وژل شوؤ کې د ځايي وگړو سره بهرملکيان هم شامل دي .

د افغانستان پلازمينه کابل کې په وزيراکبرخان سيمه کې يو هوټل باندې ځان مرگي بريد او ډزو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي . وژل شوؤ کې د ځايي وگړو سره بهرملکيان هم شامل دي .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د جمعې په ماښام د کابل په وزيراکبرخان سيمه کې يوهوټل باندې ځان مرگي بريد شوی دی . اوچارواکو وئيلي بريد کې د درې حمله کوؤنکو او بهرملکيانو په گډون ۱۶ کسان وژل شوي دي .
د چارواکو په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي د هوټل مخې ته ځان الوزولی دی ، او دوه نور حمله کوؤنکي هوټل ته ننوتي او ډزې يې کړي دي . هوټل باندې بريد په داسې حال کې شوی چې خلک ماښام خوارک ته راجمع وو.
د افغانستان د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وئيلي دوه حمله کوؤنکي په مقابله کې وژل شوي دي.
د ای پي ترمخه د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وئيلي يې دي ، پېښه کې د ملگروملتونو څلور غړي وژل شوي دي . بانکي مون زياته کړې په ولسي وگړو دغه رنگ بريدونه د منلو نه دي او دا د نړيواله بشري حقونوښکاره سرغړونه ده .
د نړيواله مالياتي ادارې ائي اېم اېف مشر کرسټين لېگارډ پېښه کې د خپل يو غړی وابل عبدالله او د برطانيې دفترخارجه د يو برطانوي وگړي د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې زمه واري قبوله کړې ده .
د امريکا د خارجه محکمې وياندې جين ساکي د پېښې غندنه کړې او وئيلي يې دي ، د بريد په اړه او د امريکايي سفارتکارو مالومات ترلاسه کوي .
د افغانستان د کورنو چارو نائب وزيرايوب سالنگي پېښه کې د څلورو زنانؤ د وژنې هم وئيلي دي .
د کابل د پوليس مشرمحمد ظاهر وئيلي پېښه کې ټول کسان په هوټل کې دننه وژل شوي دي . چې ځايي وگړي او بهر ملکيان پکې شامل دي . د چارواکو په وينا پېښه کې څلور کسان ژوبل شوي هم دي .
د راپورونو ترمخه په کابل کې وزيراکبرخان سيمه کې دغه هوټل چې د بريد ښکار شوی دی ، وئيل کيږي دې ته زياتره بهرملکيان ورځي . او وزيراکبرخان سيمه کې بهر ملکي سفارتحانې هم موجودې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG