لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش دکابل د ځانمرګي برید پړه په غاړه اخیستې


ترهګرې ډلې داعش په کابل کې د نوروز دمیلې په مهال دشوي هغه ترهګریز برید پړه منلې ده چې پکې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

دغه برید دچهارشنبې په غرمه دکابل د دریمې حوزې اړوند د کارته سخي زیارت نه په راستنیدونکو کسانو شوی چې خواوشا ۱۸ کسان پکې ژوبل شوي هم دي.

دبرید نه وروسته ترهګرې ډلې داعش د اعماق په نوم پخپله ویپانه لیکلي چې دغه برید هغوئ کړی دی.

په روانه میاشت کې په کابل کې دا څلورم ځانمرګي برید دی چې په لسګونو بېګناه کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ ګڼ شمیر پکې ژوبل شوي هم دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې دنني ځانمرګي برید په سختو ټکو غندنه کړې اؤ دا یې یو بشر ضد عمل بللی دی.

پخپل یو بیان کې ښاغلي غني ویلي چې تروریستان د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره دافغانستان د خلکو د خوښۍ، تحصیل، ورځنیو فعالیتونو، پرمختګ، ابادۍ، ملي او مذهبي مناسبتونو مخه نشي نیولی.

له دې وړاندې په نهم مارچ کابل کې دعبدالعلي مزاري د تلین په مهال په شیعه مسلمانانو د شوي ځانمرګي برید پړه هم داعش په غاړه اخستې وه.

دا مهال دافغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دداعش اؤ طالبانو وسله والو ډاګیز فعالیتونه کوي اؤ ګڼې سیمې یې هم دولتي ځواکونو څخه خپل لاس ته راوړي دي.

دناټو کمانډر جنرال جان نیکلسن دکابل د اوسني برید نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې ویلي وؤ چې سږکال به افغانستان کې د وسله والو په ضد دعملیاتو ساحه زیاته پراخه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG