لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل پوهنتون بېاپرانېستل شوی خو ورباندې د دې وروستي برید په اړه تاوده بحثونه روان دي


پس له هغه چې د ګل/دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون باندې د ترهګرو وسله وال برید وشو او په کې دوه ویشت (۲۲) مړه او له څلوېښتو (۴۰) ډېر زخمیان شول، د کابل پوهنتون مشرتابه نن د شورو/چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پوهنتون بېرته پرانېستل شوی او محصلان دې بېرته خپلو درسونو ته حاضر شي.

خو په پوهنتون باندې د خونړي برید په اړه، افغانستان کې دننه بحثونه زیات تاوده شوي او ځیني کسان حکومت، ځیني کسان طالبان، او ځیني هم داعش او نورې ډلې په کې ملامته ګرځوي.

په پارلمان کې فیصله شوې چې د حکومت چارواکي نایب صدر امرالله صالح، د قامي سلامتیا سلاکار حمدالله محب، او د امنیتي برخو مشرتابه دې ولسي جرګې ته حاضر شي او د امنیتي حالاتو په اړه دې سپیناوی وکړي. د پارلمان ځیني غړي په دې نظر دي چې حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاته راغلی دی او غفلت یې کړی دی.

بل اړخ ته افغان حکومت په کابل پوهنتون باندې د حملې ذمه واري، په طالبانو اچولې ده او ویلي یې دي چې پخوا هم طالبانو داسې حملې کړي او عام خلک یې په کې وژلي دي. مګر طالبان بیا وایي چې په کابل پوهنتون باندې حمله د دوی کار نه و بلکې افغان حکومت غواړي دوی بدنامه کړي.

امنیتي ځواکونو د کلاسونو چتونه په بمونو الوزولي چې د بام له خوا ودانۍ ته ننوځي او ترهګر ووژني
امنیتي ځواکونو د کلاسونو چتونه په بمونو الوزولي چې د بام له خوا ودانۍ ته ننوځي او ترهګر ووژني

د طالبانو یو مشر څه موده مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو نه بغیر، بله کومه ځواکمنه وسله واله ډله نشته چې د حکومت خلاف دې کاروایي وکړی شي ځکه نو، د هغه په وینا، کله چې تېر کال درې ورځې ډزبندي وشوله، نو په ټول هېواد کې آرامه آرامي وه. افغان حکومت اوس د طالبانو د هغه مشر دا خبره د دې ثبوت راوړي چې په افغانستان کې کېدونکي تشدد او حملو کې، طالبان ذمه وار دي.

د دې نه علاوه، د افغانستان داخله وزارت ویاند طارق آرین هم ویلي چې د ابتدایي پلټنو تر مخه، دا حمله د طالبانو کار و. طالبانو د انکار تر څنګ، د کابل پوهنتون حمله په کلکه غندلې او هغه یې یو بشري جنایت بللی دی.

په سوشل مېډیا باندې یو پیغام چې ویل کیږي د داعش ډلې دی، لیدل کیږي چې هغه کې داعش هم په کابل پوهنتون باندې د حملې ذمه واري نده منلې. تر اوسه ندی معلوم چې دا پیغام رښتیا د داعش ډلې دی او که نه.

د کابل پوهنتون یو تن محصلې، دنیا سنګر نیازۍ چې پخپله هم د کابل پوهنتون په برید کې زخمي شوې ده، وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل چې د دوی یو ټولګیوال په کلاس کې زخمي ګېر پاته و او دوی ته یې په مسجونو کې لیکل چې حمله کوونکي په اردو ژبه خبرې کوي او د افغان پولیسو جامې یې اغوستي دي. د دنیا هغه ټولګیوال، احمد راحد، وروسته په خپل کلاس کې ساه ورکړه.

د کابل پوهنتون خونړۍ پېښې خلک سخت غمجن کړي دي او تر اوسه نده ثابته شوې چې دا کار چا کړی دی او هدف یې د طالب العلمانو د وژلو نه څه و؟

په برید کې درې وسله وال بریدکوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول او د جسدونو عکسونه یې په سوشل میډیا خواره شوي چې د یو په سر یې د طیبه کلمې سپېنه ټوټه هم تړلې ده.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا په کابل کې غونډه کړې او دا حمله یې سخته غندلې ده. دیني عالمانو ویلي چې دا خونړی برید، ډېر ټکان ورکوونکی او د دیني او مذهبي تعلیماتو خلاف عمل و. هغو دا هم وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د هر اړخه حرامه ده.

د دې نه وړاندې د بنګله دېش او ملیشیا هېوادونو دیني عالمانو هم بیانونه جاري کړي و او په افغانستان کې یې جګړه ناروا عمل بللی و.

XS
SM
MD
LG