لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د واده په مراسمو ځانمرګي بريد کې د ۵۰ نه زيات کسان وژل شوي دي.


بيګا ماخستن د کابل ښار د شپږمي حوزې دارالامان سړک باندي د قصر دوبۍ په نوم د واده په یوه سالون يا شادي هال کي ځانمرګی برید شوی دیچې د لومړي معلوماتو تر مخه پکې د ۵۰ نه زيات کسان وژل شوي اود سلو نه زيات ژوبل دي.

مطبوعات د امنيتي چارواکو له خلې وائي د مړو په شميره کې اضافه کيدی شي ځینې عیني شاهدانو ویلي چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغې سټېج سره نزدې چاودنه کړې چې ناوې او د واده ځلمې او دهغوي د کورنۍ غړي پرې ناست وو.

عيني شاهدين وايې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تلفاتو کره شمیره نده ښودلې ، د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحیمي مطبوعاتو ته ويلي په دغه ځانمرګي بريد کې په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې ټول مړه او ژوبل په اېمبولنسونو کې هسپتالونو ته وړل شوي دي.

خپاره شوي عکسونه ښايې چې چاودنه ډېره درنه او زوره وره وه اوډېر لوي ځاني زيان يې اړولی دی.. د پېښې له ځآ يه بهر اخیستل شوي ویډیو ګانو کې ښودل کېږي چې په ګڼه شمېره کې خلک د بريد وروسته د خپلو خپلوانو په لټون کې دي. د کورنیو چارو وزارت د چاودنې ډول نه دی مشخص کړی ، خو عیني شاهدانو ویلي چې دغه ځانمرګی برید و ،

تر دې دمه کومې ډلې د پیښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، لس ورځې وړاندې هم طالبانو په دغه سیمه کې د پوځ په تربيتي مرکز د موټر بم برید کړی وو چې له امله یې۱۴ تنه وژل شوي وو اوزیات شمیر نور ژوبل شوي ووچې اکثريت پکې د عام ملکي وګړو و.

په کابل کې د واده پر مراسمو برید په داسې حال شوی چې د طالبانو او امريکا ترمينځه د سولې خبرې اترې هم روانې دي.افغان چارواکي وايې امريکا دې د سولې په شرطونو کې ډز بندي يقيني کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت ته د سولې د نقشې اساسي اهداف ، اوربند، سیاسي ژوند ته د طالبانو ستنیدل او له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات دي او له طالبانو سره د هر ډول هوکړې پایله هم باید همدا وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون د افغانستان په اړه له امریکايي چارواکو سره د ډانلډ ټرمپ تر غونډې وروسته "د تاوتریخوالو کمیدو او اوربند" ته اشاره وکړه.

هغه د ټویټر په یوه پیغام کې وویل: " موږ له افغانستان سره په مشترکه همکاري کې ، د تاوتریخوالو د کمیدو او د اوربند په ګډون د سولې د هر اړخیز توافق ترلاسه کیدو ته ژمن يو".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG