د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي پاکستان نه د غېرقانوني افغان کډوالو وطن ته ستنول د ترهګرۍ خلاف ګام نه دی بلکې د دې مقصد دا دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ ته منظم شکل ورکړی شي.
په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې ساره زمان سره خصوصي مرکه کې د کاکړ نه پوښتنه وشوه چې ایا د افغانانو ستنېدو وروسته به پاکستان محفوظ وي؟ نو هغه وویل افغانستان سره د یو ریاست په توګه تګ راتګ منظم کول غواړي او د کډوالو د ستنولو "دا لوی هدف دی."
په وروستیو ورځو کې د پاکستاني وزیراعظم په دې خبره لانجه راپورته شوې وه چې د طالبانو حکومت یې غېر قانوني بللی و.
د وي او ای سره مرکه کې کاکړ وویل د طالبانو د حکومت په اړه یې د الفاظو انتخاب غوره نه و او د هغه مطلب دا و چې د طالبانو حکومت لا چا نه دی تسلیم کړی. هغه وویل د طالبانو حکومت د قانونیت په اړه فېصله به افغان ولس کوي.
د پاکستان موقتي وزیراعظم د دې خبرې تردید وکړو چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کړی دی او دا رپورټونه یې بې ځایه وبلل چې د طالبانو مشران په پاکستان کې پناه اخلي.
کاکړ وویل په اینده کې که چېرې پاکستان په سیمه ایز جنګونو کې څه ژمنه کوي او یا څه لاره غوره کوي نو پکار ده چې په دې غور او فکر وکړی شی. هغه ګیله وکړه چې په افغانستان کې د 20 کلن جنګ د نتیجې پړه په بې ځایه ډول په پاکستان اچول کېږي او د ملک جاني او اقتصادي زیان نه منل کېږي.
د پاکستان اینده عام انتخابات
د موقتي وزیراعظم په حېث د کاکړ دا ذمه واري هم ده چې د عامو انتخاباتو انتظام وکړي. د انتخاباتو دپاره د فېبرورۍ اتمه نېټه ټاکل شوې ده.
که چېرې انتخابات کېږي نو پخوانی وزیراعظم عمران خان به په کې برخه نه شي اخیستلی.
مختلفې سروی ښښي چې عمران خان دا وخت د ملک تر ټولو مقبول سیاستدان دی او دا مهال د بډو رشوتونو په الزام په جېل کې دی او د ګڼ شمېر نورو مقدمو سره هم مخامخ دی. هغه وايي دا مقدمې په سیاسي بنیادونو جوړې کړی شوي دي.
د عمران خان د ګرفتارۍ وروسته د هغه ګوند پاکستان تحریک انصاف ګڼ شمېر مشران د پارټۍ نه جدا شوي او چې کوم پاتې دي وايي په ازاد توګه انتخابي کېمېن نه شي چلولی.
کاکړ وویل د "لوبغاړو" سره د انتهايي شفافیت او قانونیت نه کار اخلي او که د دې باوجود هم په هغه تنقید کېږي نو د هغه دپاره څه خبره نه ده.
د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په پوځي تنصیباتو د حملو په لړ کې د عمران خان په سلګونو پلویان دا مهال په زندانونو کې دي. کاکړ د سپریم کورټ د دې فېصلې په کلکه مخالفت وکړو چې د دغو نیول شویو کسانو مقدمې دې په پوځي عدالتونو کې ونه کړی شي.
هغه وویل پکار ده چې د دغو کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې وشي ځکه چې د هغه په قول دې د جمهوریت سره څه کار نشته.
چین
چین په پاکستان کې د سي پېک منصوبې دلارې د 65 بېلین ډالرو سرمایه کاري کړې ده.
کاکړ دا خبره رد کړه چې د پاکستان غیریقیني سیاسي، اقتصادي او د امنیتي حالاتو له امله پاکستان د چین دپاره دلچسپي نه لري.
د چین د بي ار ايي منصوبې په لړ چین ته د وروستۍ دورې په مهال کاکړ د چین د مسلمانانو اکثریت صوبې سېنکیانګ سفر هم وکړو. د وي او ای سره مرکه کې کاکړ وویل د سینکیانګ په دوره کې یې د انساني حقونو څه خلاف ورزۍ و نه لېدلې. هغه د سینکیانګ چارواکو سره د جمعې لمونځ هم وکړو.
د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه په چین الزام لګوي چې په سینکیانګ کې د ویغور مسلمانانو د انساني حقونو خلاف ورزۍ کوي، د دوی مذهبي شناخت د ختمولو کوښښونه کوي او تر یو مېلین پورې ویغور یې د مشقت په کېمپونو کې بند کړي دي. چین دا خبره ردوي.
چین په سینکیانګ کې کېمپونه د تعلیم مرکزونه بلي چې هدف یې د تندورۍ مخه نیول دي.
د پاکستان وزیراعظم وویل د هغه خپله مشاهده دا ده چې ویغور مسلمانان د چین په رهنمای کې شاندار وخت ژوند کوي.
هغه وویل په داسې حال کې چې د حماس په مبینه پټن ځایونو د اسرایل په بمبارۍ کې په زرګونو ماشومان وژل کېږي امریکې او اتحادیانو یې اخلاقي جواز دلاسه ورکړی دی.
د وي او ای سره مرکه کې کاکړ دا خبره رد کړه چې د روس خلاف جنګ کې پاکستان اوکراین ته وسله ورکړې ده.
Forum