لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسفنديار ولي خان: غداري منم خو کالاباغ ډیم نه منم


=

د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار گواښ ته نیغ په نیغه ځواب کې دپښتون ملت پالي عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان ويلي دي د غدارۍ مقدمې ته تیار دی خو کالاباغ ډیم نه مني.

هغه وویل، "سپريم کورټ دې زما خلاف ارټیکل ٦ (دغدارۍ مقدمه) جوړه کړي. هسې هم د غدارۍ تور زما د پاره نوی نه دی"

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار تیره اوونۍ ویلي وو دباشا او د مومندډیمونو وروسته به دکالاباغ ډيم په جوړولو هم قامي یووالی پیدا کولی شي چې په ټولنیزو رسنیو سیاسي اؤ مدني فعالینود مشر قاضي په دغو څرگندونو چټک غبرگون ښکاره کړی وو ښودی وو او دکا لا باغ ډيم د جوړولو اعلان یې دقامي وحدت د تس نس کولو برابر گڼلی وو. مشر قاضي د ډېمونو مخالفېنو ته دا گواښ هم ورکړی وو چې د غدارئ مقدمې پرې جوړولی شي.

اسفندیار ولي خان خبردارې ورکړو:

"واکمنان دې ښکاره واوري چې که تاسو د وړو صوبو میانه روه مشرانو ته غوږ نه ږدئ او خپلې فیصلې وربندې تپئ نو انجام به څه وي؟، انجام به دا وي چې میانه روه مشران به یو خواته شي او بله لار به گوري چې زموار به یې تاسو یئ"

نوموړي د بنگال د بیلیدو کیسې ته په اشاره وویل چې کله (د مجيب الرحمان) شپږ نکتې ونه منل شوې نو بیا تاسو خبر یئ چې څه وشول؟

سنده صوبه کې هم د کالاباغ خلاف غږ پورته شوی

د ښاغلي خان د خبري کانفرنسه وړاندې د سنده په صؤبايي اسمبلۍ کې د واکمن پیپلز گوند مخالفو گوندونو د کالا باغ ډيم دجوړولو په ضد قرارداد جمع کړی دی چې پکې ویل شوي دهیواد درې صوبې دکالا باغ ډيم په ضد ولاړې دي او په دې منصوبه د رائیو هیڅ اتفاق نشته ځکه ددې منصوبې نه دې ډډه وکړل شي.

کالا باغ ډیم د پاکستان یوه لانجمنه منصوبه ده چې د جوړیدو په ضد یې په کال ۱۹۸۸م کې په خېبرپښتونخوا، په کال ۱۹۹۴ کې په بلوچستان او په کال ۲۰۱۲م کې په څلورم ځل په سندهـ اسمبلۍ کې متفقه قراردادونه منظور کړی شوي دي.

د پاکستان پنجاب صوبې ځینو سیاسي مشرانو تل ددغه ډېم د جوړېدو غږ پورته کړی او ورستې غږ د سپريم کورټ د چيف جسټس ثاقب نثار دی. نوموړی هم د پنجاب استوگن دی.

د پنجاب سیاسي مشران وایي چې د دې ډېم له جوړېدو سره به د هېواد دغې غټې صوبې ته ډېره گټه ورسېږي. په کال ۲۰۱۲م کې دپنجاب صوبې هاي کورټ ددغه لانجمن ډیم د جوړولو امر هم کړې وو.

د پاکستان د درې صوبو د سیاسي مشرانو خیال دی چې دا منصوبه د پنجاب مشران یواځې د خپلو گټو لپاره کوي او نورې درې وارړه صوبې ترې سختې زیاني کیږي.

پنجاب دا تورونه هم ردوي چې گنې دا کار یواځې د خپلې صوبې د ځانګړو ګټو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG