لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار: دوادۀ په دستوره ځانمرگي بريد کې 40 کسان وژل شوي دي


د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي په قندهار ولايت کې دوادۀ په يوه دستوره کې دترسره شوي ځانمرگي بريد له امله دښځو اؤ ماشومانو له گډون خواؤشا 40 کسان وژل شوي او 70 ژوبل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت پخپل يو بيان کې وئيلي دي لمړي راپورونه په ډاگه کوي چې يو ځانمرگي تن دارغنداب په ناگان کلي کې دوادۀ په دستوره کې ځان الوځولى.
په دغه وادۀ کې په سلگونو کسان دگډون لپاره راټول شوي وؤ او چاؤدنه کې دوادۀ ځلمى هم ژوبل شوى دى.
دافغانستان صدر حامد کرزي ددفتر څخه په جاري کړل شوي بيان کې دغه پيښه يو ترهه گريز بريد گرځول شوى دى.
جمهوررئيس کرزى وائي دا هم دهاغو خلکو کار دى څوک چې داسلام ضد فعاليتونو کې ککړ دي.
دامريکا وتلې ورځپاڼه نيويارک ټائمز وائي دوادۀ ځلمى او يو شمير نور ميلمانه دامريکا دځانگړو پوځونو سره مرسته کوونکي دطالبانو دمخالف لښکر غړي وؤ.
دقندهار پوليس هم وائي چې دوادۀ زياتره ميلمانه ځائي پوليس او هم دطالبانو په ضد دويستل شوي لښکر غړي وؤ نو ځکه باور کيږي هم دغه کسان دبريد هدف ؤ.
دافغانستان په جنوب کې دامريکائي پوځونو مشر بريگيډئير جنرال بين هوډجز بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي دامريکا ځانگړي ځواکونه دطالبانو په ضد دکليو دخلکو سره دلښکرو په جوړولو کې مدد کوي.
هغه وويل مونږ دومره پوځ، پوليس يا ائتلافي ځواکونه نۀ لرو چې دهر يو کلي څخه دفاع وکړي.
دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن دوادۀ په دغه دستوره دبريد غندنه کړې او دنور اړي گړي خبردارى يې هم ورکړى دى.
مائيک مولن په واشنگټن کې دايشياء ټولنې يوې ميلمستيا ته دوينا په مهال وويل مونږ به په افغانستان کې کاميابي مومو.
هغه وويل افغانستان به يو ځل بيا دتندلارو يوې خوندي ځالې جوړيدو څخه ژغورو، خو دا به يو گران کار وي.
دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس هم په راتلونکي کې د نورو اړي گړي دپيښو خبردارى ورکړى او وائي پوځيان دطالبانو لخوا په واک اخستل شوؤ سيمو په لوري حرکت کوي ځکه پوځ په روان هوړي کې دلوړې کچې دتشدد هيله کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG