لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار : ځانمرگي بريد کې ٣ کسان وژل شوي


قندهار : ځانمرگي بريد کې ٣ کسان وژل شوي
قندهار : ځانمرگي بريد کې ٣ کسان وژل شوي

دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي جنوبي ښار قندهار کې دگل په ورځ سحر مهال ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې ديو افغان پوليس افسر په شمول لږ ترلږه درې کسان وژل شوي دي.

دکډوالو په اړه دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې دهائي کمشنر لخوا استعماليدونکې ودانۍ سره نزدې ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي چې يو پکې پوليس عسکر دى.

دملگرو ملتونو وياند ډين مکنارټن وائي مونږ دملگرو ملتونو دگيسټ هاؤس په خواؤشا کې دترسره شوې چاؤدنه څخه خبر يو.

دخالي په ورځ يو ځانمرگي پايتخت کابل کې دنيټو په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو ١٣ عسکر او غيرپوځي مامورين وژلي وؤ ، چې پکې امريکايان، برطانوي وگړي او يو کاناډائي شامل ؤ، په دغه پيښه کې څلور افغانان هم وژل شوي وؤ.

دپوليسو يو وياند غورځنگ ترمخه دځانمرگي بريدکوونکو شميره درې وه، يو ددفتر څخه بهر ځان والوځولو اؤ دوؤ نورو چې ځانمرگي واسکټونه يې اغوستي وؤ ودانۍ ته دننه شول.

دطالبانو وياند يوسف احمدي وائي په قندهار کې ترسره شوى دغه بريد دهغوي جنگيالو ترسره کړى اؤ ادعا يې کړې چې هغوي دملگرو ملتونو دکډوالو اداره په نخښه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG