لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: بېلابيلو پېښو کې ۷ مشکوک ترهگر، ۳ پوليس وژل شوي


پوليس سره په مقابله کې اووه وسله وال وژل شوي چې پکې يو د القاعده ځايي کمانډر هم شامل دی .
پوليس سره په مقابله کې اووه وسله وال وژل شوي چې پکې يو د القاعده ځايي کمانډر هم شامل دی .

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې په بېلابيلو پېښو کې اووه مشکوک ترهگر او درې پوليس وژل شوي دي . د پوليس چارواکو په وينا ، پوليس سره په يوه مقابله کې اووه وسله وال وژل شوي چې پکې يو د القاعده ځايي کمانډر هم شامل دی .

د کراچۍ ښار پوليس دعوه کړې ، چې د ښار سهراب گوټ سيمې په مدينه کالونۍ کې يې د وسله والو د موجودگۍ په خبرچهاپه ووهله ، چې د بل اړخ نه په پوليس ډزې پېل شوې او په مقابله کې بيا ترهگر ووژل شو.

د ملير ضلعې پوليس افسر اېس اېس پي راؤ انوار پوليس مقابله کې د وژل شوؤ کسانو په اړه ميډيا سره خبرو کې ووئيل ، " دلته د القاعده د ترهگر پروېز عرف پرو او ټي ټي پي د ترهگرو د موجودگۍ په خبر مونږ چهاپه ووهله ، او دغو اووه ترهگرو پوليس سره مقابله وکړه او ووژل شو" .

هغه ووئيل په وژل شوؤ وسله والو کې پروېز عرف پرو د مقابلې په مهال يو پوليس افسر باندې حمله هم کړې چې تماچه ترې وتښتوي ، ولې په ځواب کې هغه ووژل شو .

د پوليس افسر په وينا د مقابلې په مهال دوه ترهگر ارشاد الله او اکبردادا تښتېدلي ، د هغويي لټون روان دی او د پوليس عملياتو کې څو کسان نيول شوي هم دي .

تېره ورځ د ښار د سي ائي ډي پوليس هم د ښار په ناردرن بائي علاقه کې يوه مقابله کې د درې مشکوک ترهگرو د وژنې ادعا کړې وه .

دوه اوونۍ وړاندې پوليس افسر راؤ انوار په سهراب گوټ علاقه کې يوه مقابله کې د القاعده او تحريک طالبان پاکستان د ۱۳ غړو د وژنې وئيلي وو .

بل لور ته نن د ښار په بېلابيلو سيمو کې د تشدد په نورو پېښو کې د درې پوليسو په گډون څلور نور کسان وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا يو پوليس والا په بلديه ټاؤن او دوه نور د ناظم په علاقه کې د نامالومو وسله والو د ډزو ښکار شوي دي .

د ډزو بله پېښه په اورنگې ټاؤن ټاؤن کې رامنځته شوې ، او نالومو وسله والو د يو اېمبولېنس ډرائيور په هدف کړی دی .

د کراچۍ د پوليس شمېرې ترمخه تېر کال په ښار کې په بېلا بيلو پېښو کې ۱۴۳ پوليس وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG