لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ : د هدفي وژنو کې د وژل شوو شميره 33ؤ ته رسيدلې


کراچۍ : د هدفي وژنو کې د وژل شوو شميره 33ؤ ته رسيدلې

د پاکستان دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو په ترڅ کې نور 10 کسان وژل شوي چې ددې سره په تيرو دريوؤ ورځو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 33ؤ ته رسيدلې ده.

د پاکستان دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو په ترڅ کې نور 10 کسان وژل شوي چې ددې سره په تيرو دريوؤ ورځو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 33ؤ ته رسيدلې ده.
دغلته په مختلفو سيمو کې دپوليسو او رينجرز ځواکونو دچاپو په مهال گڼ کسان داړي گړي پيښو کې دلاس لرنې په تور نيول شوي دي.
دگډوډۍ ددغو پيښو له امله تړل شوي سکولونه او کالجونه نن دجمعې دورځې څخه بيرته پرانستل شوي خو په جامعات کې دپرچو ورکړه ځنډول شوې ده.
تيره شپه په سرجاني ټاؤن، دصدر په سعيدمنزل، اورنگي ټاؤن،بلديه او ځينو نورو سيمو کې دنامعلومو کسانو په ډزو 10 کسان وژل شوي دي.
دپاکستان تجارتي مرکز او دابادۍ له لحاظ تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې پوليس او درينجرز ځواکونو داړي گړي جوړولو په تور په لسگونو کسان نيولي چې ترې پلټنې روانې دي.
دښار په بيلا بيلو سيمو کې امنيتي انتظامات سخت کړى شوي په بيلا بيلو ځائيونو پوليسو او درينجرز ځواکونو دخلکو دلټې لپاره چوکۍ جوړې کړي دي.
تيره ورځ په ښار کې دامن وامان په وضعيت دلوړې کچې يوه غونډه هم شوې وه چې ددغه غونډې څخه وروستو د کورنيو چارو صوبائي وزير ذواالفقار مرزا اعلان کړى ؤ دامنيت دټينگښت لپاره په کراچۍ کې پځايې شوؤ درينجرز ځواکونو ته ديوې مياشتې پورې دچاپو وهلو او دنيونې ځانگړي اختيارات ورکړى شوي دي.
په کراچۍ کې دعوامي نيشنل گوند صوبائي مشرانو داړي گړي په دغو پيښو کې متحده قومي موومنټ په لاس لرنه تورن کړى دى، خو ايم کيو ايم ددغه تور منلو څخه انکار کړى دى.
دهدفي وژنو او اړي گړي په پيښو کې چې کوم کسان وژل شوي په هغې کې دزياترو تعلق دعوامي نيشنل پارټۍ او ايم کيو ايم سره دى.

XS
SM
MD
LG