لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ : د رينجرو د مرکز سره نزدې بمي چاؤدنه ، اته کسان ژوبل


له دې وړاندې هم په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې د رينجرو په دغه مرکز په کال ۲۰۱۲م کې يو ځان مرگی بريد شوی ؤ

د کراچۍ ښار په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې د رينجرو د هيډکوارټر سره نزدې يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې اته کسان ژوبل شوي دي .
د ښار د منځنۍ ضلعې د پوليس چارواکو په وينا نن د شورو په ورځ د نارتهـ ناظم اباد په بلاک بي سيمه کې د سچل رينجرو د مرکز سره نزدې د يوې بېکرې مخې ته په موټر سائيکل کې اېښودی شوی بم چاؤل شوی ، چې پکې اته کسان ژوبل شوي دي .
ايس ايس پي مقدس حيدر د اېښودی شوي بم د چاؤدنې پخلی کړی دی . او وئيلي يې دي ، پوليس د پېښې پلټنې پيل کړي دي .
پېښه کې ژوبل کسان عباسي شهيد روغتون ته وړل شوي دي .
او د چاؤدنې له امله نزدې دوکانونو ته زيان اوختی دی . پوليس چارواکو د چاؤدنې د هدف په اړه څه نه دي وئيلي ، خو سرچينې وايي د چاؤدنې ممکنه هدف رينجر وو .
د پېښې وروستو پوليس او رينجرو علاقه په گېره کې اخېستې ، او د بم ناکاره کوؤنکې املې د چارواکو په وينا چاؤدنه کې نزدې پينځه کلو گرامه چاؤيدونکي بارودي مواد کارول شوي دي .
له دې وړاندې هم په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې د رينجرو په دغه مرکز په کال ۲۰۱۲م کې يو ځان مرگی بريد شوی ؤ ، او په هغې کې د رينجرو درې عسکر وژل شوي ، او ۲۶ نور کسان ژوبل
شوي وو .
XS
SM
MD
LG