لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د ډزو په پېښو کې د سياسي مشر او صحافتي کارمندانو په گډون شپږ کسان وژل شوي


کراچۍ ښار کې د ډزو په يوه پېښه کې د جمعيت علمااسلام (س) يو صوبايې مشر او بله پېښه کې د اېکسپرېس نيوز درې کار کوؤنکې وژل شوي
کراچۍ ښار کې د ډزو په يوه پېښه کې د جمعيت علمااسلام (س) يو صوبايې مشر او بله پېښه کې د اېکسپرېس نيوز درې کار کوؤنکې وژل شوي

کراچۍ ښار کې د تشدد په دوؤ پېښو کې د سياسي مذهبي ډلي جمعيت علما اسلام (سميع الحق ) د يو صوبايې مشراو شخصي ټي وي چېنل اېکسپرېس نيوزد درې کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان وژل شوي دي . تحريک طالبان پاکستان د اېکسپريس نيوز په گاډي د بريد پړه په سر اخيستې ده .

په کراچۍ ښار کې د تشدد په دوؤ پېښو کې د سياسي مذهبي ډلي جمعيت علما اسلام (سميع الحق ) د يو صوبايې مشر او شخصي ټي وي چېنل اېکسپرېس نيوزد درې کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان وژل شوي دي .
د ملک ترټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د جمعې په شپه نامالومه وسله په شاهراه فېصل سړک باندې د عوامي مرکز سيمې سره په يو گاډي ډزې اوکړې ، چې په نتيجه کې يې گاډي کې سواره درې کسان وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی .
د جمعيت علمااسلام (س ) ډلې د سندهـ صوبې ناظم مفتي حمادالله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبروکې وويل ، په وژل شوؤکسانو کې يو د دوي د ډلې د سندهـ صوبې جنرل سيکرټري مفتي عثمان يار خان او دوه نور غړي شامل دي ، چې رفيق او محمدعلي نوميږي .
په کراچۍ ښار کې د جمعيت علمااسلام مولانا سميع الحق د ډلې صوبائي مشر په داسې حال کې وژل شوی ، چې مولانا سميع الحق په دې وروستيو کې دعوه کړې چې د پاکستان حکومت ورته تندروه طالبانو سره د مذاکراتو کولو احتيار ورکړی .
مولانا سميع الحق په پاکستان کې د يوې سياسي مذهبي ډلې د مشرولۍ کولو ترڅنگ د خېبرپښتونخوا په اکوړي سيمه کې خپله يوه دينې مدرسه هم لري ، چې د افغاني طالبانو د مشر ملا محمد عمر په گډون زياتره افغاني او پاکستاني طالب کمانډرانو د دغه مدرسې څخه ديني زده کړې ترلاسه کړي دي .
د پوليس چارواکو په وينا په دوه موټر سائيکلو سورو وسله والو په گاډي ډزې کړي او د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي دي .
کراچۍ ښار کې يوه بله ورته پېښه کې د شخصي ټي وي چېنل اېکسپرېس نيوزپه گاډي باندې نامالومه وسله والو د ناظم اباد په سيمه کې ډزې کړي ، او په ډزو کې چېنل کې کارکوؤنکې درې کسان چې په گاډي کې ناست وو وژل شوي دي .
د اېکسپرېس نيوزد کراچۍ بېوروچيف اسلم خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته د پېښې په اړه وويل ، د دوي د ټي وي گاډې د ناظم اباد سيمه کې د ميټرک بورډ سره ولاړ ؤ ، چې نامالومه وسله والو پرې ډزې وکړي .
د نوموړي په وينا گاډي کې په ډيوټۍ يو ټيکنيشن وقاص ، ډرائيور خالدخان او سيکورټي گارډ اشرف وژل شوي دي . او کېمره مېن د گاډي په شا ولاړ ؤ ځکه روغ پاتې شوی دی .
د مطبوعاتي راپورونو ترمخه تحريک طالبان پاکستان د اېکسپريس نيوز په گاډي د بريد پړه په سر اخيستې ده .
په کراچۍ کې د شخصي خبري ادارې اېکسپرېس گروپ په دفتر له دې وړاندې هم دوه ځله بريدونه شوي دي . د تېرکال په ۱۶م اگست په دغه دفتر ډزې شوې وې او بيا د دسمبر په دوېمه نېټه پرې د لاسي بمونوبريد شوی ؤ .

د خبريالانو تنظيمونو د پېښې غندنه کړی ده . او د پاکستان د خبريالانو مرکزي اتحاديې د خالي په ورځ د پېښې په ضد ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی دی .
وزيراعلې سندهـ قائم علي شاه کراچۍ کې د جمعې په شپه رامنځته شوؤ پېښو نوټس اخيتسی ، او په دغې اړه يې رپورټ غوښتی دی . نوموړي پوليس چارواکو ته په ښارکې د گشتونو زياتولو او امنيت ټينگ ساتلو دپاره د کلکو گامونو پورته کولو امر کړی دی .
د پوليس چارواکو په وينا د دواړه پېښو په ضد يې د پلټنې عمليات پېل کړي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG