لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : هدفي وژنو کې دمړو شميره 27ؤ ته رسيدلې ده


کراچۍ : هدفي وژنو کې دمړو شميره 27ؤ ته رسيدلې ده
کراچۍ : هدفي وژنو کې دمړو شميره 27ؤ ته رسيدلې ده

د تيرو دوؤ ورځو په مهال دپاکستان دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې داړي گړي او هدفي وژنو په بيلا بيلو پيښو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 27ؤ ته رسيدلې ده.
په وژل شوؤ کې سندهـ د وزيراعلي قائم علي شاه دهيلي کاپټر پائلټ او دجيو ټي وي خبريال ولي خان بابر هم شامل دي.
تيره ورځ دولي خان بابر په وژنه په ټول هيواد کې دصحافي ورورولۍ لخوا احتجاج شوى ؤ.
پوليسو په ښار کې اړي گړي اوهدفي وژنوکې دککړتيا په تور څلور شکمن کسان هم نيولي دي.
په دغو شکمنو کسانو کې دوه دنيوي ټاؤن پوليسو نيولي دي او پاتې دوه دداورنگي ټاؤن پوليسو لخوا نيول شوي دي.
دگل په ورځ دشروع شوې هدفي وژنو په لړۍ کې تردې مهاله 39 کسان وژل شوي دي.
شپږ کسان دگل په ورځ دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې دډزو په پيښو کې وژل شوي وؤ، نامعلومو وسله والو اووۀ کسان دنهې او اووۀ دشورو په ورځ وژلي دي.
په دغو هدفي وژنو کې تر ټولو زياته اغيزمنه شوې سيمه اورنگي ټاؤن دى ، دغلته په يوه ورځ دنامعلومو وسله والو لخوا 9 کسان وژل شوي دي.
په گشن ټاؤن کې ددوؤ ډلو ترمينځ نښته شوې او هم په دغه سيمه کې پخوانى ميجر اقبال کشميري هم وژل شوى چې دسندهـ دوزيراعلي قائم علي شاه هيلي کاپټر پائيلټ ؤ.
دکراچۍ په موجوده وضعه سياسي گوندونو ايم کيو ايم او عوامي نيشنل پارټۍ مشرانو پخپلو خپلو ويناوؤ کې په يو بل سخت تورونه لگولي دي.
دمتحده قومي موومنټ مشر فيصل سبزواري وائي په ښار کې دلساني فسادونو کولو سازش کيږي.
هغه دا هم وائي چې دښار په بيلا بيلو سيمو کې ورانکاري دپيژندگلو څخه وروستو خلک په نخښه کوي او تور يې ولگولو چې جرائم پيشه عناصرو ته داى اين پي ملاتړ ترلاسه دى.
بل لوري ته دعوامي نيشنل پارټۍ دسندهـ صدر شاهي سيد دکراچۍ چيف جسټس څخه دکراچۍ دوضعيت پخپله دنوټس اخستو او کراچۍ دوسلې څخه دپاکولو غوښتنه کړېده.
مردان هاؤس کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل نامعلوم کسان معلومول دمتعلقه ادارو کار دى ، کۀ چرې په دغو ادارو سياسي اثر ورسوخ وي نو په دې اړه دې قوم ته وضاحت وکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG