لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې دامنيت پځايې کولو لپاره د سختو گامونواخستو فيصله


کراچۍ کې دامنيت پځايې کولو لپاره د سختو گامونواخستو فيصله
کراچۍ کې دامنيت پځايې کولو لپاره د سختو گامونواخستو فيصله

د پاکستان پيپلزگوند مشرانو د خالي په ورځ پريکړه کړې ده چې د کراچۍ په هدفي وژنو کې دککړو خلقو پرضد به بې له کوم فرق څخه سخت گامونه اخلي.

دغه پريکړه په اسلام اباد کې ترسره شوې غونډه کې وشوه چې مشري يې د پاکستان صدر او د پيپلز گوند شريک چئيرمين اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وکړه.

دغه غونډه چې دجمعې په شپه په ايوان صدر کې پيل شوې وه دخالي په ورځ هم دوامداره وه او پکې دکورنيو چارو دوزارت لخوا دامن دپځايې کولو لپاره داخستو گامونو ستائينه وشوه او پکې ژمنه وشوه چې په کراچۍ کې به ارو مرو ژوند عادي ډگر ته راگرځولى شي.

دصدر اصف علي زرداري وياند فرحت الله بابر وينا ده دکورنيو چارو وزير سناتور رحمان ملک په کراچۍ کې دامنيت په وضعه ، اوسنيو هدفي وژنو او په ښار کې دژوند عادي ډگر ته راوستلو لپاره په اخستل شوؤ گامونو حال احوال تير کړو.

غونډه کې د کى اي ايس سي د4,000ؤ برطرف کړل شوؤ کارکوونکو دمعاملې هم په سنجيدگۍ سره نوټس واخستل شو.

غونډه کې دهيواد په مجموعي سياسي وضعيت، په ائتلا في حکومت کې دشريکو ملگرو دتعلقاتو په چارو، دهيواد او په ځانگړې توگه دکراچۍ په امنيتي وضعه هم بحث وشو.

صدر اصف علي زرداري دغونډې برخه وال اوس اوس امريکا او متحده عرب اماراتو ته دخپلو کړو سفرونو او امريکائي صدر براک اوباما او نورو مشرانو سره دخبرو څخه خبر کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG