لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جویریه او صمیه د خپل پلار مټې جوړیدل غواړي


جویریه او صمیه د خپل پلار مټې جوړیدل غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د کراچۍ په قصبه کالونۍ کې د بجلۍ د سامانونو یو وړوکي دوکان مالک جمال خان دوه ماشومانې لوڼه جویریه او صمیه د خپل پلار سره په دوکان کې د بجلۍ کار زده کوي. دغه دواړه نجونې چې خپلې زده کړې هم کوي وايي د خپل پلار مټې جوړېدل غواړي. د جویریه او صمیه کېسه په دې ربورټ کې وګورئ.

جویریه اود کراچۍ په قصبه کالونۍ کې د بجلۍ د سامانونو یو وړوکي دوکان مالک جمال خان د تیرو ډیرو کلونو راهسې هم دغه کار روزګار کوي. د سامانونو تر څنګ هغه په بجلۍ چلیدونکي ماشینونه هم سموي. د جمال خان دوه ماشومانې لوڼه جویریه او صمیه نن سبا په دغه دوکان کې د خپل پلار سره د بجلۍ کار زده کوي. صمیه وايي دوي سهر کې سکول ته زده کړو له ځي او بیا وروسته د خپل پلار سره په دوکان کې کار زده کوي. دغه دواړه پښتنې نجونه وايي غواړي د خپل پلار مټې جوړې شي او د کار زده کولو وروسته هغه ته لږ ارام ترلاسه شي. د جمال خان او د هغه د لوڼو کیسه د وي او ای ډیوه خبریال ذوالفقار بیټنی وړاندې کوي.‌
د جمال خان لوڼه د خپل پلار مټې جوړیدل غواړي

غبرگون کتل

XS
SM
MD
LG