لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د پوليس په بس باندې چاؤدنه کې ۱۱ پوليس وژل شوي


د اېس اېس پي ملير راؤ انوار په وينا چاؤدنه ځان مرگی بريد مالوميږي
د اېس اېس پي ملير راؤ انوار په وينا چاؤدنه ځان مرگی بريد مالوميږي

د کراچۍ ښار په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې د پوليس نه په ډک بس باندې چاؤدنه کې لږ تر لږه ۱۱ پوليس وژل شوي او د ۳۶ نه زيات نور پوليس ژوبل شوي دي .


د کراچۍ ښار په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې د پوليس نه په ډک بس باندې چاؤدنه کې لږ تر لږه ۱۱ پوليس وژل شوي او د ۳۶ نه زيات نور پوليس ژوبل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د کراچۍ ښار شرقي سيمې شاه لطيف ټاؤن کې د پوليس د تربيتي مرکز رزاق اباد نه د پوليسو ډک بس ډيوټۍ پله روان وو ، چې د چاؤدنې ښکار شو . پېښه کې مړه او ژوبل شوي پوليس جناح روغتون ته وړل شوي دي .
د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سيمې جمالي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، روغتون ته ۱۱ پوليس مړه او ۳۶ نور ژوبل راوړل شوي دي . او په ژوبلو کې د ۱۴ نه زيات په مرگوني حالت کې دي .
د پېښې په ځايې اېس اېس پي ملير راؤ انوار مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، چاؤدنه ځان مرگی بريد مالوميږي . او ځان مرگي بريد کوؤنکی د باردو ډک گاډی د پوليس د بس نه تمبولی دی . خو د تحقيقاتو وروستو به د چاؤدنې سم نوعيت مالوم شي .
د راپورونو ترمخه په چاؤدنه کې د ۲۵ نه تر ۳۰ کلو پورې چاؤدېدونکي بارودي مواد کارول شوي دي . پوليس چارواکي وايې د بم ناکاره کوؤنکې امله د چاؤدنې نوعيت مالوموي .
د اېس اېس پي ملير په وينا د پوليس نه ډک بس چې په نخښه شوی دی ، په دغه بس کې تر ۵۰ پورې پوليس والا سواره ؤ ، او د دغې بس سره د پوليس يو بل موبائيل هم روان ؤ ، چې چاؤدنه پرې وشوه . هغه وويل د چاؤدنې له امله د پوليس بس هم په مکمله توگه تباه شوی دی .
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې .
د چاؤدنې وروستو پوليس او رېنجر د پېښې ځايې ته رسېدلي او علاقه يې په گېره کې اخيستې ده .
کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم د پوليس او رينجرو په گاډو باندې د ډزو او بمي چاؤدنو بريدونه شوي دي .
تېره مياشت د سي ائي ډي پوليس يو لوړ پوړی افسر اېس اېس پي چودهري اسلم په يو ځان مرگي بريد کې وژل شوی ؤ . او نزدې دوه اوونۍ مخکې د رېنجرو په يو هېډکوارټر ځان مرگي بريد کې د رېنجرو درې عسکر وژل شوي وو . طالبانو د دغو پېښو پړه په سر اخيستې وه .
د ملک په بېلا بيلو برخو او په ځانگړې توگه د خيبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې په بمي چاؤدنو او د وسله والو په بريدونو کې د لسگونو خلکو مرگ ژوبلې په داسې حال کې زياتې شوي ، چې د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ د روغې جوړې خبرې پېل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG