لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د عملياتو په مهال پينځه ترهگر وژل شوي


د کراچۍ د لانډهي په گلشن بونير علاقه کې له دې وړاندې هم پوليس او رينجرو د تحريک طالبان پاکستان د غړو دوژنې ادعاوې کړي .
د کراچۍ د لانډهي په گلشن بونير علاقه کې له دې وړاندې هم پوليس او رينجرو د تحريک طالبان پاکستان د غړو دوژنې ادعاوې کړي .

د کراچۍ ښار د لانډهي گلشن بونير سيمه کې پوليس د پلټنې د عملياتو په مهال د پينځه ترهگرو د وژنې ادعا کړې ده . پوليس چارواکي وايې وژل شوي ترهگر د طالبانو د ولي الرحمان ډلې غړي وو .

د ښار د لانډهي سيمي د قائداباد تهاڼې پوليس افسر امان الله مروت وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، چې نن د نهې په ورځ د ملير ضلعې د اېس اېس پي راؤانوار په مشرۍ کې دغه عمليات شوي دي . او پوليس سره په مقابله کې پينځه ترهگر وژل شوي دي .

د نوموړي په وينا وژل شوي ترهگر د تحريک طالبان پاکستان د ولي الرحمان ډلې پلويان دي ، او د جاويد محسود په مشرۍ کې دويې پينځه واړه په گلشن بونېر کې يو ځايې کې ناست وو ، چې پوليس پرې چهاپه اووهله او دويې پوليس سره مقابله شروع کړه .

اېس اېچ او امان مروت ووئيل ، خپله جاويد محسود ۱۰ پوليسو ، دوه ليډي هيلتهـ ورکرو او ۴۰ نورو وژنو په پېښو کې ککړ او پوليس ته مطلوب ؤ ،

پوليس وايي د وژل شوؤ ترهگرو د قبضې څخه يوه د بمونو جوړولو فېکټري ، په غټه کچه وسله او بارود هم ترلاسه کړي دي .

د کراچۍ د لانډهي په گلشن بونير علاقه کې له دې وړاندې هم پوليس او رينجرو د تحريک طالبان پاکستان د غړو دوژنې ادعاوې کړي .

په کراچۍ ښار کې د ترهگرو ، هدفي وژونکو او نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد د تېرو لسو مياشتو راهسې هدفي عمليات دوام لري . او چارواکي وايي په دغو عملياتو کې يې د ۳۰ زرو نه زيات په مختلفو جرمونو کې ککړ کسان نيولي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG